په ننګرهار کې د طالبانو امنیه قومندانۍ وايي، چې د دغه ولایت د حصارک ولسوالۍ په «مامدکلا» سیمه کې یوه پلار خپل زوی د ټوپک په ډزو وژلی دی.
د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند سېدطیب حماد د چهارشنبې په ورځ د وري ۲۷مه، رسنیو زیاته کړې، قاتل سلطانمحمد نومېږي چې د دغې ډلې د وسلهوالو لهخوا نیول شوی او تر څېړنو لاندې دی.
حماد د دې پېښې د لامل له جزییاتو پرته ویلي، چې وژل شوی کس «اللهنظر» نومېده.
اخوا، د ننګرهار په حصارک ولسوالۍ کې یوې د نوم نه ښودلو په شرط د دې پېښې لامل کورنی تاوتریخوالی بللی دی.
د یادونې ده، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته د هېواد په ګوټ-ګوټ کې د کورني تاوتریخوالي پېښو لمنه پراخه شوې او تر ډېرې کچې یې لامل اقتصادي ستونزې، فقر او بېکاري بلل کېږي.
اړوندې لیکنې :
- ننګرهار کې یو زوی خپل پلار حلال کړی
- افغان ماشومان او له هر ډول تاوتریخوالی سره مخامخ کیدل
- په هرات کې زوی خپل پلار وژلی
- ناپېژاندو وسلهوالو په فراه کې یو سړی په ډزو وواژه
- د طالبانو په بند کې د بریتانوۍ جوړې لور وایي، چې د پلار روغتیایي حالت یې ښه نهدی
- د مرموزو وژنو زیاتوالی؛ ناپېژانده وسلهوالو په غور کې یو سړی وواژه