هر ګړې د کابل په وخت : ۶:۲۰ ب٫ظ
ننې نیټه : ۳۰-۰۱-۱۴۰۴
د نن د خبرونو شمیر : 2
تاریخ : ۳۰-۰۱-۱۴۰۴
ساعت : ۱۸:۲۰
: 2

د خوړو نړۍوال پروګرام: افغانستان کې به روان کال ۳.۵ میلیونه ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ شي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د خوړو نړۍوال پروګرام وایي، په افغانستان کې به روان کال ۳.۵ میلیونه ماشومان په خوارځواکۍ اخته شي. دغه پروګرام د ماشومانو د خوارځواکۍ په زیاتوالي اندېښنه څرګنده کړې، او ټینګار کوي چې مالي ملاتړ ته اړتیا ده.

د خوړو نړۍوال پروګرام وایي، په افغانستان کې به روان کال ۳.۵ میلیونه ماشومان په خوارځواکۍ اخته شي.
دغه پروګرام د ماشومانو د خوارځواکۍ په زیاتوالي اندېښنه څرګنده کړې، او ټینګار کوي چې مالي ملاتړ ته اړتیا ده.
د خوړو نړۍوال پروګرام سرپرستې موټېنټه چېموکا هم ویلي، چې افغانستان په تاریخ کې د ماشومانو د خوارځواکۍ ترټولو سخت وضعیت سره مخ دی.
د امریکا د مرستو بندېدو له امله ګڼ بشري پروګرامونه د بودجې کموالي له کبله متوقف شوي، او د سور صلیب په وینا، د راستنېدونکو کډوالو بشري اړتیاوې لوړې دي، په ځانګړې توګه ماشومان چې له خوارځواکۍ سره مخ دي.
په داسې حال کې چې ایران او پاکستان افغان کډوال له خپلو هېوادونو شړلي، ښايي د ماشومانو د خوارځواکۍ کچه لا زیاته شي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments

وروستني مطالب

0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x