د پاکستان د پارلمان غړي او د بلوچستان د ملي ګوند د مشر اختر مېنګل په غوښتنه د دوشنبې په ورځ کویټې ته د لاریون کوونکو د ننوتلو د مخنیوي لپاره د سړکونو د بندولو او د ماهرنګ بلوڅ او نورو ښځینه فعالانو د نیولو په غبرګون کار بندیز اعلان شو.
پاکستانۍ ورځپاڼې ډان راپور ورکړی، چې سردار اختر مېنګل ته چارواکو خبرداری ورکړی؛ که دوی کویټې ته داخل شي، نو هغه به د عامه نظم ساتنې لهخوا ونیول شي.
د بلوڅو یووالي غورځنګ مشرانو په وینا، د بلوچستان په ډېرو برخو کې کاربندیز اعلان شوی.
دوی ادعا کړې، چې په واډ کې د پولیسو په ډزو کې د دغه ګوند څلور کارکوونکي ټپیان شوي دي.
د دغه ګوند مشر ادعا کړې، چې د پولیسو لهخوا څلور کارګران ټپیان شوي دي؛ ۷۰ کسان نیول شوي چې څلور نور بندیان دي.
په مستونګ، قلات، خضدار، نوشکي، خاران، سبي، ډېره مراد جمال، دالبندین، بېلا، اتل، حب، تربت، پنجګور او ګوادر کې هم سوداګریز فعالیتونه ځنډول شوي وو.
د دغه غورځنګ د پرلت له امله د کویټې-کراچۍ او کویټې-تفتان لویې لارې هم تړلې دي.
د اختر مېنګل مرستیال ساجد ترین په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې وویل:« د دغه غورځنګ څلور کسان هغه وخت ټپیان شول، چې امنیتي ځواکونو په واډ کې پر لاریون کوونکو ډزې وکړې.»
هغه د سیاسي ګوندونو، سوداګرو او قبایلي مشرانو مننه وکړه، چې د دوی د لاریون ملاتړ یې وکړ.
ښاغلي ترین وویل، چې حکومت د سردار اختر مېنګل د نیولو امر کړی دی.
اړوندې لیکنې :
- د پښتون ژغورنې غورځنګ پر کاروان د پاکستاني پوځیانو په ډزو کې دوه کسان وژل شوي
- د ارغواني شنبو غورځنګ: د طبي مرکزونو تړنه، د افغان ښځو وروستۍ هیلې هم له منځه یوړې
- په سیلاب ځپلو سیمو کې د افغان ښځې له دوه ګونی ستونزو
- طالبانو په هرات کې دوه کسان په لرغونو سیمو کې د ناقانونه کېندلو په تور نیولي
- د هیواد نفوس اعلان کول؛حقیقت یا ادعا؟
- د بشري حقونو څار سازمان: چین د دغه هېواد په شمالي سیمو کې سلګونه جوماتونه تړلي دي