هر ګړې د کابل په وخت : ۱:۴۱ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۹-۰۱-۱۴۰۴
د نن د خبرونو شمیر : 1
تاریخ : ۱۹-۰۱-۱۴۰۴
ساعت : ۰۱:۴۱
: 1

یونېسف: په افغانستان کې په هرو ۴۰ مېندواره مېرمنو کې یوه یې د زېږون پرمهال مري

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو نړۍوال صندوق وايي، چې په افغانستان کې په هرو ۴۰ مېندواره مېرمنو کې یوه یې د زېږون پرمهال مري.

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو نړۍوال صندوق وايي، چې په افغانستان کې په هرو ۴۰ مېندواره مېرمنو کې یوه یې د زېږون پرمهال مري.

یونېسف خبرداری ورکړی، چې په ټوله نړۍ کې د مرستو کمښت د زېږون پرمهال د مېندو د مړینې مخنیوي په برخه کې شوی پرمختګ ګواښي.

دغه بنسټ د روغتیا په نړۍواله ورځ په خپل یو تازه خپور شوي راپور کې ویلي، د اټکل له مخې په ۲۰۲۳ کال کې په ټوله نړۍ کې ۲۶۰زره مېرمنې د مېندوارۍ یا زېږون پرمهال مړې شوې دي؛ چې په هرو دوو دقیقو کې د یوې مېرمنې د مړینې اټکل کېږي.

راپور کې راغلي، چې د بشري مرستو کمښت د نړۍ په ډېرو برخو کې پر اړینو روغتیایي پاملرنو سخت اغېز لري.
راپور کې خبرداری ورکړل شوی، چې له بېړني اقدام پرته به په ګڼو هېوادونو کې مېندواره مېرمنې له سختو پایلو سره مخ شي.

د راپور له مخې؛ اوس‌مهال د نړۍ د مېندو نږدې دوه پر درېیمه برخه مړینې په هغو هېوادونو کې پېښېږي، چې د جګړو له امله اغېزمن شوي دي.

راپور کاږي، تر ټولو لوړ ګواښونه په چاد او مرکزي افریقا کې دي چې په هرو ۲۴ مېندو کې یوه، ورپسې نایجیریا کې په هرو ۲۵ کې یوه، سومالیا کې په هرو ۳۰ کې یوه او په افغانستان کې بیا په هرو ۴۰ مېندو کې یوه د زېږون پرمهال مري.

دغه بنسټ ویلي، چې د مېندو د مړینې د مخنیوي لپاره بېړنۍ پانګونې ته اړتیا ده.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments

وروستني مطالب

0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x