هر ګړې د کابل په وخت : ۱۱:۴۲ ب٫ظ
ننې نیټه : ۲۲-۱۲-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 2
تاریخ : ۲۲-۱۲-۱۴۰۳
ساعت : ۲۳:۴۲
: 2

طالبانو په پنجشېر ولایت کې څه باندې ۱۵‌زره قیراطه زمرد پلورلي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : ‏په پنجشېر ولایت کې د طالبانو د کانونو او پټرولیم ریاست وايي، چې د دغه ولایت له کانونو کېندل شوي ۱۵ زره او ۵۵۲ قیراطه زمرد یې د ۳۲۸ زره او ۹۵۰ ډالرو په ارزښت پلورلي دي.

‏په پنجشېر ولایت کې د طالبانو د کانونو او پټرولیم ریاست وايي، چې د دغه ولایت له کانونو کېندل شوي ۱۵ زره او ۵۵۲ قیراطه زمرد یې د ۳۲۸ زره او ۹۵۰ ډالرو په ارزښت پلورلي دي.

د دغه ریاست په وینا، په دغه داوطلبۍ کې دوو هندي پانګه‌والو هم ګډون کړی و، چې ‏په پنجشېر ولایت کې یې د طالیانو والي حافظ محمداغا حکیم سره د کانونو د پانګونې طرحه شریکه کړې ده.

د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې هم په ۱۱ پړاوونو کې ۳۵ زره او ۸۷۴ قیراطه زمرد د یو مېلیون او ۶۱۴ زره ډالرو په ارزښت پلورل شوي وو.

دا مهال په پنجشېر ولایت کې له ۴۵۰ کانونو څخه زمرد استخراجېږي.

تر دې وړاندې په لېندۍ میاشت کې په پنجشېر ولایت کې د طالبانو د کانونو او پټرولیم ریاست مسوولینو ویلي وو، چې واک ته د طالبانو له بیا راستنېدو وروسته تر دا مهاله ۴۳ زره قیراطه زمرد پلورل شوي دي.

د دغه مسوولینو په وینا، دغه زمرد ټولټال د ۲ مېلیونه، ۷۸۸ زره او ۹۴۰ امریکایي ډالرو په ارزښت پلورل شوي دي.

تر ډېره بریده پر طالبانو نیوکې کېږي چې، دغه کانونه په نامسلکي توګه راباسي چې تر ډېره د کانونو اصلي زېرمو ته زیان اړوي.

پر دغې ډلې تور دی، چې د افغانستان د کانې زېرمو په اېستلو کې پراخ فساد کوي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments

وروستني مطالب

0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x