هر ګړې د کابل په وخت : ۲:۵۴ ب٫ظ
ننې نیټه : ۲۲-۱۲-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 1
تاریخ : ۲۲-۱۲-۱۴۰۳
ساعت : ۱۴:۵۴
: 1

‌‌د طالبانو د امربالمعروف وزارت محتسبان اوس د توکو نرخونه هم کنټرولوي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د طالبانو د امربالمعروف او شکایتونو اورېدو وزارت تازه په یوه پېغام کې محتسبانو ته امر کړی، چې د روژې په میاشت کې دې بازارونو کې پر دوکانونو وګرځي او د توکو پر بیو دې هم څارنه وکړي؛ څو د لوړو نرخونو مخنیوی وکړي.

د طالبانو د امربالمعروف او شکایتونو اورېدو وزارت تازه په یوه پېغام کې محتسبانو ته امر کړی، چې د روژې په میاشت کې دې بازارونو کې پر دوکانونو وګرځي او د توکو پر بیو دې هم څارنه وکړي؛ څو د لوړو نرخونو مخنیوی وکړي.

سره له دې چې ښاروالۍ په بازارونو کې د توکو د نرخونو د کنټرول او څارنې مسوولیت لري، تازه یې په دې برخه کې د طالبانو د امربالمعروف وزارت محتسبین هم همکاران شوي دي.

د طالبانو یاد وزارت خپلو محتسبانو ته امر کړی، چې په روژې په میاشتې کې دې په بازارونو کې وګرځي او د خوراکي توکو ترڅنګ دې باید پر سوداګریزو چارو هم څارنه ترسره کړي.

محتسبانو ته امر شوی، چې په بازارونو کې د احتکار مخنیوی وکړي؛ څو د توکو د لوړو او ټیټو بیو څخه مخنېوی وکړي.

تر دې مخکې د طالبانو د سوداګرۍ او صنایعو وزیر هم خپلو ولایتي رییسانو ته امر کړی و، چې په روژې میاشت کې دې په بازارونو وګرځي او د توکو نرخونه دې کنټرول کړي.

خو نیوکې دا دي، چې د توکو له بیو څخه څارنه د ښاروالیو مسوولیتونو کې راځي او د طالبانو بېلابېلو ادارو له لوري دغه ډول څارنې د هټۍوالو تر څنګ سوداګر له ستونزو سره مخ کولای شي.

باورونه دا دي، چې د طالبانو په داخلي جوړښت کې ادارې د یو بل مسوولیتونو ته ارزښت نه ورکوي او د امربالمعروف ډله بیا د امنیتي چارو څخه نیولې، په دیني، سوداګریزو، اقتصادي او ان سیاسي مسایلو تر څنګ په بېلابېلو برخو کې پراخه مداخله لري.

د یاد وزارت په خپاره شوي پېغام کې وړاندې راغلي، چې محتسبان باید په دې کار سره خپل دیني مسوولیت هم ادا کړي.

محتسبانو ته طالبانو همدا راز سپارښتنه کړې، چې په عامه توګه له روژه خوړونکو سره دې قانوني چلند هم وکړي.

په دغو سپارښتنو کې راغلي، چې د امربالمعروف کارکوونکي باید د هغو ځایونو څخه جدي څارنه وکړي چې روژې ته پکې سپکاوی کېږي.

د طالبانو د امربالمعروف وزارت کارکوونکي پر ښځو د بندیزونو په برخه کې هم خورا فعال دي او د خپلې سختدریځې مفکورې له مخې یې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د خپل مشر ملا هبت الله فرمانونو پر پلي کېدو جدي اقدامات کړي‌ دي.

افغانستان انټرنشنل ته په رسېدلو ویډیوګانو کې ښکار‌ي، چې د امربالمعروف وزارت د خپل مشر هغه حکم له مخې ټکسي موټر چلوونکي په څپېړو وهي او ځوروي یې چې له محرم پرته یې ښځینه سورلۍ کېنولې وې.

دغه محتسبان په بازارونو کې په دوکانونو ګرځي او حتی ښځینه د توکو اخیستلو پر مهال د نارینه دوکاندارانو سره له خبرو کولو منع کوي‌ او شړي یې.

د طالبانو دننه د بېلابېلو ادارو غړي هم د دغه ډلې د امربالمعروف کارکوونکو څخه پوزې ته راغلي او ان د خپلې ډلې له وسله‌والو څخه هم دوی پوښتنې ګروېږنې کوي.

د طالبانو دننه هم د یادو محتسبانو څخه کرکه شتون لري او ورته ورکړل شوي ډېر واکونه یې ځانونو ته یو لوی سرخوږی ګڼي.

د طالبانو د دغه وزارت وزیر خالد حنفي یو له هغو کسانو دی، چې په خورا افراطي توګه د ملا هبت الله د فرمانونو له پلي کېدو څخه ملاتړ کوي او د طالبانو د کابینې یو شمېر غړي‌ هم بیا له دغه وزیر ژور اختلافات لري.

د طالبانو مشر د امربالمعروف متحسبانو ته پراخ واکونه ورکړي او له همدې کبله د طالبانو پر ډېری برخو څارونکي ګڼل کېږي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments

وروستني مطالب

0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x