د پروان ولایت اوسېدونکو په تېرو څو ورځو کې د بګرام هوايي اډې په اسمان د بې پیلوټه الوتکو د الوتنې ویډیوګانې لېږلې.
ځايي خلک وايي، په امریکا کې واک ته د ډونالډ ټرمپ له رسېدو وروسته د بګرام په اسمان بې پیلوټه الوتکې زياتې تر سترګو کېږي.
د پروان اوسېدونکو په جلا جلا پیغامونو کې ویلي، چې له تېرې یوې اونۍ راهیسې هره ورځ د دغه ولایت په اسمان کې د بې پیلوټه الوتکو د لیدو شاهد وي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپلو ویناوو کې څو ځله د بګرام اډې يادونه کړې ده.
ټرمپ وروستی ځل د کابینې په غونډه کې وویل، چې امریکا باید د بګرام اډه په افغانستان کې ساتلې وای.
هغه وویل چې دغه اډه «د چین د اټومي توغندیو د تولید ساحې» ته نږدې ده.
د امریکا ولسمشر یو ځل بیا ادعا کړې، چې د بګرام اډه د چین په لاس کې ده.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د سلواغې په میاشت کې ويلي: «افغانستان خپلواک دی او موږ به خپله خاوره هېڅ هېواد ته ونه سپارو. بګرام زموږ د خپلو ځواکونو (طالبانو) په لاس کې دی، نه د چین.»
ډونالډ ټرمپ د خپلو ټاکنیزو کمپاینونو پر مهال په وار وار ویلي و، چې که د ۲۰۲۴ کال ټاکنې وګټي، له طالبانو سره په تعامل به د بګرام هوايي اډه بېرته ونیسي.
ټرمپ په ایوا کې په یوه کنفرانس کې وویل، چې د کابل په شمال کې دغې ستراتیژیکې اډې ته د بیرته ستنېدو هدف د چین څارنه ده.
نوموړي د لوړې مراسمو او سپينې ماڼۍ ته له ننوتلو وروسته بیا تر دې مهاله په رسمي ډول بګرام ته د بېرته ستنېدو په اړه څه نه دي ويلي.
ټرامپ د ولسمشر په توګه د خپلې لومړۍ دورې پر مهال د ۲۰۱۹ کال په نومبر کې په یوه نا اعلان شوي سفر د کابل شمال ته د بګرام اډې ته لاړ.
دا سفر یو سمبولیک اقدام و، چې د خپلو پوځیانو د ملاتړ او د هغوی د مورال د پیاوړتیا لپاره یې د امریکا ژمنتیا ښودله.
د بګرام اډه د افغانستان یوه له مهمو او ستراتیژیکو پوځي اډو څخه ده، چې د کابل شمال پلو ۱۶ کیلومترۍ کې په پروان ولایت کې موقعیت لري.
دا اډه یو وخت د امریکايي او ناټو ځواکونو تر ولکې لاندې وه او په افغانستان کې یې د ایتلافي ځواکونو د پوځي او لوژستیکي عملیاتو د مرکز په توګه کار کاوه.
خو بګرام د امریکا په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو د بېړنۍ وتلو پر مهال د طالبانو لاس ته ورغی.