هر ګړې د کابل په وخت : ۸:۴۱ ب٫ظ
ننې نیټه : ۱۹-۱۲-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 1
تاریخ : ۱۹-۱۲-۱۴۰۳
ساعت : ۲۰:۴۱
: 1

تورخم کې لا هم جګړه روانه ده؛ یو ولسي وګړی او درې پاکستاني سرتېري ټپیان دي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : سرچینو روایت ته ویلي، چې په تورخم کې د تېرې شپې راهیسې د طالبانو او پاکستاني پوله ساتو ځواکونو ترمنځ پیل شوې نښته لا هم روانه ده.

 

سرچینو روایت ته ویلي، چې په تورخم کې د تېرې شپې راهیسې د طالبانو او پاکستاني پوله ساتو ځواکونو ترمنځ پیل شوې نښته لا هم روانه ده.
سرچینو تر اوسه د درېیو پاکستاني پوله ساتو سرتېرو او یو ملکي وګړي ټپي کېدل تایید کړي.

سرچینو وایی چی جګړه تېره شپه وروسته له هغې پیل شوه چې په تورخم کې د طالبانو له لوري د دروازې د پرانېستل کېدو پر سر خبرې اترې ناکامې شوې.

د تورخم دروازه لس ورځې مخکې وروسته له هغې وتړل شوه، چې طالبانو ډیورنډ کرښې ته څېرمه د یوې پوستې پر جوړولو کار پیل کړ.

د سرچینو په خبره، د تېرې شپې راهیسې د روانو نښتو له امله په تورخم کې دواړه لوریو ته موټرچلوونکو خپلې بار وړونکې موټرې له تورخم څخه بېرته اېستلې؛ خو یو موټر چلوونکی د « زړه د حملې» له کبله د جګړې پر مهال مړ شوی دی.

په دغه روانه نښته کې طالبان او پاکستاني پوله ساتي ځواکونه سپکې او درنې وسلې کاروي.

تر اوسه طالبانو او د پاکستان حکومت د روانې جګړې په تړاو په رسمي توګه څه نه دي ویلي او نه یې هم د مرګ ژوبلې په تړاو معلومات ورکړي دي.

پر ډیورنډ کرښه تورخم هغه سیمه ده، چې وخت ناوخت پکې طالبان او‌ پاکستاني پوله ساتي ځواکونه له یو بل سره ګوته پر ماشه کېږي.

تورخم د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تګ راتګ او ټرانزېت یو له مهمو لارو څخه ګڼل کېږي.

د افغانستان د سوداګرۍ خونې مرستیال محمد یونس مهمند پاکستان ته په خپل سفر کې د یاد هېواد د سوداګرۍ له فدراسیون څخه غوښتني، چې د تورخم لارې په پرانېستل کېدو کې دې مرسته وکړي.

هغه د دغه لارې بندښت د نړۍوالې سوداګرۍ او د ګاونډیتوب د اصولو خلاف عمل بللی دی.

په تورخم کې هر ځل د دروازې د بندښت او د دواړو لوریو د جګړو له کبله د سوداګرو تر څنګ عامو وګړو ته درانه زیانونه اوړي.

د ننګرهار د سوداګرۍ خونې تازه ویلي، چې د تېرو لسو ورځو په اوږدو کې د یادې لارې د تړل کېدو له امله هره ورځ د دوی سوداګرو ته نږدې پنځه سوه زره امریکایي ډالره تاوان اوړي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments

وروستني مطالب

0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x