د «ډیلي مېل» د راپور له مخې، طالبان له هغه وروسته چې د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په میاشت کې یو ځل بیا واک ته ورسېدل؛ په افغانستان کې یې د خپلو سختدریځو قوانینو له مخې خلکو ته وحشیانه او له ظلمونو ډکې سزاوې ورکړې دي.
د بهرنیو ځواکونو له وتو سره هممهاله طالبان پرته له جګړې کابل ته ننوتل او ډېر ژر یې داسې قوانین بېرته راوستل، چې عامه اعدامونه او ظالمانه سزاوې پکې شاملې وې.
د راپور له مخې، طالبانو له واک ته رسېدو وروسته عام محضر کې اعدامونه پیل کړل.
یوازې د تېر نومبر په میاشت کې یو سړی چې د قتل تور پرې و، د پکتیا ولایت په ګردیز ښار کې د سلګونه هغو کسانو په مخکې په ډزو ووژل شو، چې د «عبرت» په نوم یې نندارې ته رابللي وو.
دا کار د «قصاص» قانون له مخې وشو، چې «سترګه په سترګه» مفهوم لري او تر ډېره د قتل او فزیکي زیان په مواردو کې پلي کېږي.
د طالبانو له نویو قوانینو سره سم اوس مجرمین د سنګسار، په درو وهلو او ان تر دېوال لاندې کېدو یا پرې غورځېدو له سزا سره مخ دي.
هغه کسان چې طالبان یې «اخلاقي مجرمين» بولي؛ لکه په «زنا یا بچه بازۍ» کې ښکېل وي ان مرګ تر حده سزاوې ورکول کېږي.
د ۲۰۲۳کال په فبرورۍ میاشت کې دوه کسان چې د زنا تور پرې و، په بدخشان ولایت کې د خلکو په مخ کې سنګسار شول.
بل لوري ملګري ملتونه وايي، په ډېرو دغه ډول قضیو کې قضایي پروسه نه پلي کېږي او اندېښنه شته چې ځینې کسان ان بې ګناه وي.
د «ډیلي مېل» د راپور پر بنسټ، طالبان چې په ۱۹۹۰ لسیزه کې د کورنیو جګړو پر مهال راڅرګند شول؛ له هماغه وخته یې هڅه کړې، چې له سختو سزاګانو سره خپل واک ټينګ کړي.
د دوی واکمنۍ کې د ښځو حقونه تر پښو لاندې شوي او لږکي قومونه له ځورونې سره مخ دي.
په راپور کې راغلي، چې طالبان د «زنا یا همجنس بازۍ» په جرم د سنګسار او په ډزو د وېشتل کېدو سزاګانې ورکوي.
د طالبانو یوه قاضي گل رحیم ویلي، چې دوی د لاس او پښې پرېکولو، پر ښځو سخت محدودیتونه لګولو او ان پر همجنس بازانو د دېوال راغورځولو ملاتړ کوي.
د معلوماتو پر بنسټ، طالبانو په ۲۰۱۰ کال کې یوه ۷ کلنه نجلۍ د افغانستان د پرځېدلي جمهوري حکومت لپاره د جاسوسۍ په تور ووژله او د هغه مهال ولسمشر حامد کرزي یاده پېښه د «بشریت ضد جنایت» بللی و.
ډیلي مېل زیاتوي، له هغې راهیسې چې طالبان بېرته واک ته رسېدلي عامه اعدامونه په بې سارې توګه ډېر شوي دي.
تېر کال یو سړی د جوزجان ولایت په شبرغان ښار کې د واورې ورېدو پر مهال د مقتول د ورور لهخوا د خلکو مخې ته ووژل شو.
څو ورځې مخکې دوه نور کسان د غزني ولایت په یوه لوبغالي کې د قربانیانو د خپلوانو لهخوا اعدام شول.
د بښنې نړۍوال سازمان دغه ډول اعدامونه «د انساني کرامت ښکاره سپکاوی» بللی او ویلي یې دي: «عامه اعدامونه نه یوازې ظالمانه دي؛ بلکې پر قرباني او شاهدانو بد اغېز پرېباسي».
طالبانو سره له دې چې لومړی یې د معتدل حکومت ژمنې کړې وې؛ خو اوس سخت قوانین پلي کوي، ښځې ځوروي، بشري حقونه تر پښو لاندې کوي او پر هغو کسانو ظالمانه سزاګانې پلي کوي چې دوی ورته «اخلاقي مجرمان» وایي.
د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته نه یوازې دا چې افغانستان ته سوله او ثبات رانغی؛ بلکې طالبان هم له خپلو تاوتریخجنو کړنو او مفکورو څخه نه دي په شا شوي.
اړوندې لیکنې :
- په نوي ډیلي کې د ۲+۲ غونډه؛ امریکا او هند له طالبانو غوښتي چې پر خپلو ژمنو عمل وکړي
- د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېشنر: د طالبانو امرباالمعروف قانون ظالمانه دی
- معترضې ښځې: د زېږون پرمهال د مېندو مړینه کې زیاتوالی، د طالبانو د ظالمانه پالیسیو پایله ده
- طالبانو کونړ کې د یوه پاکستاني په ګډون د داعش ډلې دوه غړي وژلي
- امریکا کې د یوې روزنیزې الوتکې سقوط؛ د افغان پوځ د یوه پخواني پیلوټ په ګډون درې تنه وژل شوي
- د طالبانو د مشر صوتي فایل؛ د جهاد په اړه د کابل او کندهار د طالبانو ترمنځ شخړه