هر ګړې د کابل په وخت : ۸:۳۳ ب٫ظ
ننې نیټه : ۱۹-۱۲-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 1
تاریخ : ۱۹-۱۲-۱۴۰۳
ساعت : ۲۰:۳۳
: 1

ضعیف: هغه کسان چې د امریکا په ملګرتیا زړه ښه کوي، د زېلېنسکي په څېر به سپک شي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : په اسلام اباد کې د طالبانو د تېرې دورې سفیر عبدالسلام ضعیف د زېلنسکي او ټرمپ وروستۍ لفظي شخړې ته په اشارې ویلي، هغه کسان چې د امریکا په ملګرتیا زړه ښه کوي، د زېلېنسکي په څېر به سپک شي.

 

په اسلام اباد کې د طالبانو د تېرې دورې سفیر عبدالسلام ضعیف د زېلنسکي او ټرمپ وروستۍ لفظي شخړې ته په اشارې ویلي، هغه کسان چې د امریکا په ملګرتیا زړه ښه کوي، د زېلېنسکي په څېر به سپک شي.

عبدالسلام ضعیف په دې اړه په خپل اېکس کې لیکلي: «زېلېنسكي د اروپا او امریکا دګټو لپاره خپل جنت غوندې، غني او پرمختللی هېواد د جنګ په لوخړو کنډ کپر او د هغوی خیرات ته ځان محتاجه کړ، نن یې نتیجه دا شوه، چې دسپینې ماڼۍ څخه حقیر رانده وترټل شو، دغه واقعه هغو کسانو ته چې د امریکا په دوستۍ زړه تړي ښه د عبرت درس دی».

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي تېره ورځ د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د ترخو خبرو له تبادلې وروسته له متحده ایالاتو سره د معدني تړون له لاسلیک کولو پرته له سپینۍ ماڼۍ څخه ووت او برېتانیا ته روان شو.

ټرمپ د نوموړي له تګ وروسته وویل، چې زېلېنسکي سپینې ماڼۍ ته بې احترامي وکړه، او د سولې خبرو ته اماده نه دی.

زېلېنسکي له دغه لفظي شخړې وروسته پر اېکس ولیکل: «له امریکا څخه، ستاسو د ملاتړ لپاره مننه، د دې لیدنې لپاره مننه. له کانګرس او د امریکا له خلکو څخه مننه. اوکراین عادلانه او تلپاتې سولې ته اړتیا لري او موږ په سمه توګه دا کار کوو.»

دا ناسته د ولسمشر په رسمي دفتر کې د ښکاره دوښمنۍ یوه حیرانوونکې ننداره وه.

د ټرمپ د سولې هڅو زېلېنسکي مجبوره کړ، چې یوې موافقې ته ورسېږي چې امریکا د اوکراین له ارزښتناکو منرالونو سره لېوالتیا پیدا کړي او د امریکا د مشر په شرایطو د جګړې لپاره د ډېپلوماټیک حل په لور یې وهڅوي، خو د اوس لپاره دا هڅه هم ناکامه شوه.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments

وروستني مطالب

0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x