هر ګړې د کابل په وخت : ۸:۴۵ ب٫ظ
ننې نیټه : ۱۹-۱۲-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 1
تاریخ : ۱۹-۱۲-۱۴۰۳
ساعت : ۲۰:۴۵
: 1

جنرال سمیع سادات: طالبان اشغالګر دي او ور سره جګړه کوو

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د افغانستان د متحدې جبهې مشر سمېع سادات چې د طالبانو له واکمنېدو راهیسې د دې ډلې پرضد جګړې ته د تیاري‌ خبرې کوي، نن یې بیا د افغانستان انټرنشنل پښتو په سپېس کې وویل «طالبانو افغانستان اشغال کړی دی او د دوی پر وړاندې د جګړې لپاره امادګي نیسو.»

 

د افغانستان د متحدې جبهې مشر سمېع سادات چې د طالبانو له واکمنېدو راهیسې د دې ډلې پرضد جګړې ته د تیاري‌ خبرې کوي، نن یې بیا د افغانستان انټرنشنل پښتو په سپېس کې وویل «طالبانو افغانستان اشغال کړی دی او د دوی پر وړاندې د جګړې لپاره امادګي نیسو.»

سمېع سادات د دوحې تړون پنځمې کلیزې ته په اشاره د دې تړون په اړه د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد «افغانانو او امریکایانو ته دروغ ویلي.»

د اسمېع سادات په خبره، «د امریکا جنرالانو د دوحې تړون نه غوښت او نه هم افغان نظامیان ددې تړون غوښتونکي ول. »

جنرال سمېع سادات وايي چې دوی د جګړې لپاره چمتوالی درلود خو پر افغان ځواکونو نظامي مرستې ودرېدلې او هوايي ځواک ته تجهزات ونه رسېدل او د دفاع حالت ته لاړل.

دی همدراز زیاتوي چې د سولې د خبرو پرمهال د قطر ۱ میلیارد ډالره ورکړل او طالبانو د پاکستان د استخباراتو په ملتیا په دې پیسو نوي نظامي تهجیزات واخیستل.

د افغانستان دا پخوانی جنرال په دې باور دی چې طالبان نه غواړی له نورو افغانانو سره جوجاړی وکړي: «دا یو نظامي ډله ده او ترتیب او زور یې نظامي دی دوی ددې نظامي زور باندې افغانانو سره خبرې کوي نو د دوی پر وړاندې زور هم باید نظامي وي او سلاح پر ژبه ورسره خبرې وشي او دا نظام یې له منځه لاړ شي. »

جنرال سمېع سادات په ټینکار سره وايي:« طالبان ولسي ملاتړ نه لري اقتصاد نه لري تعهد نه لري د دوی د نظام چپه کول چې کله یې وخت راشي ښه په تېزي سره به له منځه ځي او ازادۍ لپاره باید جګړه وشي او هغه له یوځای شروع کېږي نو د دوی زاوال را نژدې دی او دا جګړه غواړي.»

د افغانستان انټرنشنل پښتو په دې سپېس په پای کې جنرال سمېع سادات د پخواني سیاسونو په اړه وايي چې دوی په خپل وخت کې زحمتونه باسلي دي خو اوس د نوي ځوان نسل وار رارسدلی دی او دوی به له طالبانو وروسته افغانستان رهبري کوي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments

وروستني مطالب

0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x