هسپانوي خبریال الکس کنډل له انټر میامي سره د لیونل مسي د یوځای کېدو خبر ورکړ. لیونل مسي ویلي: «نه شم کولی چې نیوکمپ ته له راستنېدو پرته خپل فوټبال پای ته ورسوم.»
د دغه خبریال په خبره، داسې انګېرل کېږي چې بارسلونا هم د مسي بیرته راستنیدو سره علاقه لري.
د مسي بېرته راتګ بارسلونا ته د دې کلب د مینهوالو لپاره تر ټولو ستر خبر کېدای شي.
که څه هم د مسي او د بارسلونا د کلب د مشر ترمنځ اړیکې چندان ښې نه دي، خو داسې ښکاري چې د کلب مشر خوان لاپورتا هم د مسي د بېرته راوستلو لېوالتیا لري او د دې همکارۍ د بیا پیل لپاره شرایط ارزوي.
د مسي قرارداد له انټرمیامي سره د ۲۰۲۵ کال په پای کې ختمېږي او تر هغه وخته به نوی نیوکمپ هم د کارونې لپاره چمتو وي.
مسي غواړي، چې یو ځل بیا د بارسلونا په کالیو کې د نیوکمپ په لوبغالي کې ولوبېږي.
البته اقتصادي شرایط هم پهدې قضیه کې مهم رول لري او لا هم په بشپړ ډول نه شي ویل کېدای، چې مسي به سل په سلو کې بېرته بارسلونا ته راشي او که نه.
د للکس کنډال راپور دا ځل جدي ښکاري؛ که څه هم کله چې نوموړي د مسي د انټرمیامي ته د تګ خبر ورکړ، ډېرو خلکو باور نه کاوه، خو دا ځل وضعیت فرق لري.