د افغانستان په چارو کې د پاکستان مخکېنی ځانګړی استازی اصف دورانی وايي، چې طالبان په افغانستان کې تلپاتې واقعیت نه دي او په وینا یې دا ډله د مهمو او جدي مسایلو په تړاو له مذاکراتو ډډه کوي.
دوراني د دوشنبې په ورځ د کب ۶مه، د هرات امنیتي کنفرانس په ۱۲م پړاو کې چې د هسپانیې په مادرید ښار کې جوړ شوی، د خپلې وینا پرمهال ویلي، چې طالبان مذاکراتو ته لېواله نه دي او زیاتوي، چې دا ډله هغه بنسټیزې ننګونې چې افغانستان ورسره لاس او ګرېوان دي نه مني.
د پاکستان یاد پخواني استازي ټینګار کړی، چې طالبان په افغانستان کې پر روانو ناخوالو سترګې پټوي او د کلیدي مسایلو په تړاو معنا لرونکو مذاکراتو ته لېواله نه دي.
نوموړی طالبان پر متضادو خبرو تورنوي او ادعا کوي: «کله چې له هغوي څخه د افغان کډوالو د منلو غوښتنه وکړو وايي، چې په دې برخه کې له ستونزو سره مخ دي.»
نوموړي همداراز څرګنده کړې، چې طالبان د تحریک طالبان پاکستان یا ټيټيپي په تړاو له جدي مذاکراتو څخه ډډه کوي.
د افغانستان په چارو کې د پاکستان مخکېنی استازی دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې طالبانو په واو-وار له خپلو مخالفانو سره خبرېاترې رد کړي او ادعا کوي، چې په ټول افغانستان کې سوله او امنیت خوندي شوی دی.
دغې ډلې له خپلو مخالفانو څخه غوښتي، چې هېواد ته راستانه شي او د «اسلامي نظام تر سیوري» لاندې ژوند وکړي.
اړوندې لیکنې :
- طالبان او د افغانستان د خلکو استثمار
- طالبان ولې د افغانستان له ګاونډیانو سره سوله ییزې اړیکې نه شي ساتلی؟
- د مقاومت شورا: طالبان د افغانستان د ډیپلوماټیکو استازولیو په اړه د پرېکړې صلاحیت نه لري
- چین، طالبان د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو غونډې ته ور وبلل
- طالبان او په افغانستان کې د فقر زیاتوالی: د طالبانو له راستنېدو درې کاله وروسته اقتصادی بحران
- په افغانستان کې د بېلتون غوښتنې غږ