کونړ کې ځایي سرچینې خبر ورکوي، چې پاکستاني ځواکونو «ډېورنډ فرضي کرښې» ته څېرمه د کونړ پر خاص کونړ ولسوالۍ راکټي بریدونه کړي دي.
یوې سرچینې وویل، چې پاکستاني پوځیانو دا بریدونه تېره شپه جمعه، ۳ د کب، شاوخوا ۹:۰۰ بجې د خاص کونړ ولسوالۍ پر «شالۍ ولي» درې کړي.
سرچینه زیاتوي، چې د پاکستاني ځواکونو د تېرې شپې بریدونو شاوخوا څلور ساعته دوام کړی چې له وېرې یې ګڼو ځایي اوسېدونکو خپل استوګنیز کورونه پرېیښي او نورو خوندي سیمو ته کډه شوي.
سرچینه وایي، چې طالبانو هم د پاکستاني پوځیانو د بریدونو په غبرګون کې د سپکو او درنو وسلو ډزې کړي، خو تر اوسه د دغو راکټي بریدونو له امله دواړو لوریو ته د اوښتې مرګ – ژوبلې په تړاو نور جزیات نه دي ورکړل شوي.
موږ هڅه وکړه چې په دې تړاو کونړ کې د طالبانو د ځایي مسوولینو نظر هم ولرو، خو له پرله پسې هلو ځلو سره بیا هم د هغوی په نظر اخېستو ونه توانېدو.
دا په داسې حال کې ده، چې پاکستاني پوځیانو له تېرو څو ورځو راهیسې ډېورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د ننګرهار پر ګوشتې، لعلپورې او دوربابا ولسوالیو راکټي بریدونه کوي.
اړوندې لیکنې :
- طالبانو کونړ کې د یوه پاکستاني په ګډون د داعش ډلې دوه غړي وژلي
- کونړ کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ وسله
- د پښتون ژغورنې غورځنګ پر کاروان د پاکستاني پوځیانو په ډزو کې دوه کسان وژل شوي
- دطالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ نښته کې دوه طالب سرتیري وژل شوي
- پاکستاني کارپوهان: طالبان د پاکستان د نا اهله بچیانو په څېر عمل کوي
- له پاکستاني پوځيانو سره په نښته کې یو طالب جنګیالی ووژل شو










