هر ګړې د کابل په وخت : ۴:۱۰ ق٫ظ
ننې نیټه : ۲۰-۱۲-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 1
تاریخ : ۲۰-۱۲-۱۴۰۳
ساعت : ۰۴:۱۰
: 1

ټرمپ حماس ته: که تر شنبې ټول یرغمل شوي کسان خوشې نه شي، د غزې اوربند به پای ته ورسوو

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ حماس ته خبرداری ورکړی، وايي که چېرې ټول یرغمل شوي کسان د شنبې تر ورځې خوشې نه شي؛ نو د غزې اوربند به پای ته ورسوي.

 

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ حماس ته خبرداری ورکړی، وايي که چېرې ټول یرغمل شوي کسان د شنبې تر ورځې خوشې نه شي؛ نو د غزې اوربند به پای ته ورسوي.

دغه څرګندونې وروسته له هغه کېږي، چې حماس د یرغمل شویو کسانو خوشې کول تر نامعلومې مودې وځنډول.

حماس ویلي و، چې د یرغمل شویو کسانو خوشې کول د غزې د اوربند له تړونه د اسراییل د سرغړونو له امله تر نامعلومې مودې پورې ځنډوي.

د حماس د دغې پرېکړې په غبرګون کې ټرمپ له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، که د شنبې په ورځ د غرمې تر ۱۲ بجو پورې ټول اسراییلي یرغمل خوشې نه شي؛ نو وضعیت به له کنټروله ووځي.

د هغه په وینا: «که ټول یرغمل شوي کسان د شنبې په ورځ د غرمې تر ۱۲ بجو پورې خوشې نه شي؛ نو زه به د اوربند د لغوه کولو غوښتنه وکړم او بیا به هرڅه پای ته ورسېږي.»

نوموړي د فلسطیني کډوالو په اړه ویلي، که اردن او مصر کډوال ونه مني؛ نو دوی کولی شي دغو دواړو هېوادونو ته مرستې ودروي.

هفه ویلي، چې د «غزې مالکیت» لپاره د نوموړي د پلان په چوکاټ کې بې ځایه شوي او د سیمې اوسېدونکي هلته د بېرته ستنېدو حق نه لري.

د هغه په وینا، دغه سیمه به د نوموړي لپاره د «املاکو جوړونې» یوه پروژه وي او د غزې خلک به د خپلې خاورې له پرېښودو پرته بله لار ونه‌ لري.

په دې تړاو په اسلام اباد کې د طالبانو د تېرې دورې سفیر عبدالسلام ضعیف ویلي، که ټرمپ په رېښتیا غواړي چې په منځني ختیځ کې امن راشي؛ نو د فلسطیانو بې ځایه کول یې د حل لاره نه ده.

هغه پر اېکس پاڼه کاږلي: «ټرمپ دې د فلسطین له خاورې اسراییل “د سرطان دانه” لرې کړي. کوم چې د دغې سیمې د اوسېدونکو سره په مذهبي، کلتوري او ژبني توګه هیځ تړاو نه لري.»

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments

وروستني مطالب

0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x