د ارغواني شنبو غورځنګ د زېږون پرمهال د مېندو د مړینې د زیاتوالي په تړاو د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي، چې دا د طالبانو د ظالمانه پالیسیو مستقیمه پایله ده چې ښځې یې د زده کړې او روغتیایي پاملرنې په برخه کې له خپلو حقونو محرومې کړې دي.
تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر اوچا راپور ورکړی و، چې په افغانستان کې د هرو ۱۰۰۰۰۰ زېږونونو پرمهال ۶۰۰ مېندې مري.
دغه غورځنګ پر اېکس پاڼه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د طالبانو لهخوا د ټولنې څخه په سیسټماټیکه توګه د ښځو ګوښه کېدل د بې شمېره غمیزو لامل شوې او نړۍواله ټولنه او ملګري ملتونه هم د افغانستان د ښځو د خوندیتوب په برخه کې پاتې راغلي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې له زدهکړو د نجونو منعه کېدو پایلې په ځانګړي ډول په روغتیا سکتور کې ویجاړونکې دي.
خبرپاڼه کاږي، چې په روغتیایي برخه کې ښځې له زدهکړو منع کولو سره افغانستان د ښځینه ډاکټرانو او روغتیاپالانو له سخت کمښت سره مخ دی.
خبرپاڼه زیاتوي، چې دې چارې په هېواد کې د مېندو د مړینې کچه په ګواښوونکې توګه لوړه کړې ده.
د خبرپاڼې له مخې، د افغانستان مېرمنو چې یو وخت د نړۍوال ملاتړ تمه لرله، اوس د یوازېتوب احساس کوي.
خبرپاڼې کاږلي، چې د نړۍوالې ټولنې لهخوا د پیاوړي او پرېکنده اقداماتو په پلي کولو کې پاتې راتلل یوازې طالبان زړور کړي او د افغانستان د ښځو کړاوونه یې نور هم زیات کړي دي.
دغه غوزځنګ وایي، نړۍ نشي کولی د افغانستان د ښځو وضعیت له پامه وغورځوي.
خبرپاڼه زیاتوي:« افغان مېرمنې د خواخوږۍ غوښتنه نه کوي؛ بلکې دوی د عدالت غوښتنه کوي.»
دغه غورځنګ له نړۍوالې ټولنې غوښتي، چې د افغان مېرمنو د ملاتړ لپاره دې کوټلي ګامونه اوچت کړي.
اړوندې لیکنې :
- آیا د ویانا ناسته د طالبانو د پاکولو پایله وه؟
- معترضې ښځې: نړیواله ټولنه دې له طالبانو سره تعامل نه کوي
- معترضې ښځې: د طالبانو د بندیزونو له امله افغان مېرمنې له روحي او رواني ستونزو سره مخ شوې
- د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېشنر: د طالبانو امرباالمعروف قانون ظالمانه دی
- طالبان او په افغانستان کې د فقر زیاتوالی: د طالبانو له راستنېدو درې کاله وروسته اقتصادی بحران
- د تېرو دوو لسیزو پرمهال په هېواد کې ۱۲۸ خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو ژوند بایللی