ځایي سرچینو روایت ته ویلي، چې تېره شپه د لغمان ولایت مرکز مهترلام بابا په یونس څلور لاري کې د طالبانو اړوند د یوې ډلګۍ دوو وسلهوالو ترمنځ د یوه هلک پر سره شخړه رامنځته شوې، چې په پایله کې دوه تنه طالب وسلهوال ټپیان شوي دي.
سرچینه زیاتوي، چې دغو دوو ټپي شویو طالب وسلهوالو د محمد عیسی په نوم یو بل طالب سره د سبحان الله په نوم د یوه هلک د ترلاسه کولو په سر شخړه کړې ده.
د سرچینې په وینا، دغو طالبانو غوښتل چې یاد هلک دې له دوی سره و اوسېږي.
سرچینه وړاندې وایي، دغو طالبانو تر لفظي شخړې وروسته پر یو بل ډزې کړې چې په پایله کې یې دوه تنه طالبان سخت ټپیان شوي دي چې د یوه ټپي روغتیایي حالت نازک ښودل شوی دي.
طالبانو لاتراوسه د دغې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.
دا لومړی ځل نه دی، چې د طالبانو ترمنځ د هلکانو پر سر شخړه د مرګ ژوبلې تر بريده رسېږي؛ بلکې تر دې وړاندې هم د هلمند په مارجې ولسوالۍ کې د یوه هلک پر سر د طالب وسلهوالو ترمنځ شخړه کې یو طالب وژل شوی و او ۵ نور ټپیان وو.
اړوندې لیکنې :
- لغمان ولایت کې یو طالب چارواکی ووژل شو
- د لیبل کولو څخه تر تاجیکانو غوره کولو پورې
- د هرات امنیتي غونډه د دننه لپاره داستان جوړول یا د بهر لپاره د حل وړاندیز کول؟
- یعقوب مجاهد: په نږدې وخت کې پر خپل هوايي حریم هم خپل حاکمیت ترلاسه کړو
- ښځې څنګه کولای شي د طالبانو په حکومت کې د کار کولو حق ونه لري، خود جاسوس په توګه کېدای شي؟
- ټيټيپي: یوې بلې وسلهوالې ډلې هم ورسره بیعت کړی او له دوی سره یو ځای شوه