هر ګړې د کابل په وخت : ۵:۴۸ ب٫ظ
ننې نیټه : ۰۹-۰۲-۱۴۰۴
د نن د خبرونو شمیر : 2
تاریخ : ۰۹-۰۲-۱۴۰۴
ساعت : ۱۷:۴۸
: 2

حکمتیار: افغانستان کې باید د یوې کورنۍ یا یوه قوم واکمني نه وي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : په یاد ویډیويي کلیپ کې ښاغلي حکمتیار ټینګار کړی، چې افغانستان کې باید یو قوم ځان تر بل لوړ ونه ګڼي او نه دې هم بل قوم ته په کمه سترګه ګوري.

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار وایي په افغانستان کې باید د یوې کورنۍ حکومت یا د یوه قوم واکمني نه وي. ‏

هغه په تازه خپاره شوي یوه ویډیويي کلېپ کې ویلي: «افغانان باید له هر ډول توپير او تحقیر پرته افغانستان کې د وروڼو په څېر ژوند وکړي.»

په یاد ویډیويي کلیپ کې ښاغلي حکمتیار ټینګار کړی، چې افغانستان کې باید یو قوم ځان تر بل لوړ ونه ګڼي او نه دې هم بل قوم ته په کمه سترګه ګوري.

‏حکمتیار دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې په دې وروستیو کې د طالبانو په حکومت کې د واک پر انحصار نیوکې زیاتې شوې دي.

‏څو ورځې وړاندې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال عباس ستانکزي هم د دې ډلې پر مشر ملا هبت‌الله مخامخ نیوکه وکړه او وویل چې هغه ته باید د خدای او رسول درجه ورنه کړل شي.

‏هغه په یوه غږیز کلېپ کې د طالبانو مشر مخاطب کړ او زیاته یې کړه: «ته یو فرد یې او ستا په څېر ډېر خلک تللي او راغلي دي.»

بل خوا په کابل کې د طالبانو له لوري له سیاسي فعالیتونو راګرځول شوی، ګلبدین حکمتیار زوی حبیب الرحمان حکمتیار هم څو ورځې وړاندې پر خپله ایکس پاڼه، د طالبانو مشر ملا هبت‌الله یو احمق بللی وو او زیاته کړې یې وه: «هغه ځان له پیغمبر او اصحابو څخه غیرتمن ګڼي.»

‏د سیاسي چارو کارپوهان وایي چې د طالبانو حکومت کې دننه او بهر د واک د انحصار پر وړاندې ځينې غږونه پورته کېږي او د طالبانو مشر هڅه کوي چې د وضعیت د کنټرول واک لا ډېر تر خپل ځان او ځان ته نږدې کړیو ته محدود وساتي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x