د افغانستان مخکیني جمهوري نظام د خوست او پکتیا والي حلیم فدایي پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې د طالبانو مشر ملا هبتالله ځکه د کابل پر ځای په کندهار کې اوسیږي چې که حکومت یې سقوط وکړي نو په ډیورنډ کرښه به کویټې ته واوړي.
هغه د ملا هبتالله پټ اوسېدلو ته په اشارې سره لیکي چې: «د طالبانو پټ امیر نه یوازې د امنیتي ګواښونو له امله پټ ژوند کوي، بلکې کندهار یې ځکه د خپل مرکز په توګه غوره کړی چې هلته پرته له ویزې د ډیورنډ د فرضي کرښې هغې خواته تګ ممکن دی.»
حلیم فدايي داسې مهال د طالبانو د مشر په اړه کنایه ډوله څرګندونې کوي، چې د طالبانو تر منځ خپلمنځي اختلافاتو زور اخیستی او داسې خبرونه هم شته چې حقاني شبکه او کندهاري طالبان یو بل ته په څؤ کې ناست دي.
نوموړی په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ کاواکه شوي حالت ته په کتو زیاتوي: «د طالبانو امیر په دې باور دی چې که سقوط رامنځته شي، له کندهاره پاکستاني اسټبلیشمنټ کمپونو ته ژر او په اسانه توګه انتقالېدلی شي.»
ښاغلی فدایي وړاندې وايي، چې د طالبانو مشر داسې انګیري که په کابل کې و اوسي او «د دوی واکمني راوپرځي، نو له کابل څخه به دده تېښته زیات وخت ونیسي او دی به د نیول کېدو له خطر سره مخ شي.»
د طالبانو د اختلافاتو په اړه یو شمېر نور پخواني سیاسي چارواکو او فعالان هم ورته نظر لري او وايي، چې د طالبانو اختلافات د دغې ډلې د پاشل کېدو لورته روان دي خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دغه اختلافات د نظر وبلل او ویې ویل چې دا اختلافات د دوی د پاشل کېدو لامل نه کیږي.
پخواني چارواکي حلیم فدایي تېره ورځ په یوې بله ایکس لیکنه کې هم د طالبانو د خپل منځي اختلافاتو یادونه کړې وه او لیکلي یې وو، د مکتبي طالبانو او د مدرسې د طالبانو تر منځ اختلافات ښکاره دي. همدارنګه د کندهاري طالبانو او حقاني شبکې تر منځ شخړې دومره ژورې شوې چې د دغې ډلې د یوه مهم وزیر په مرګ تمامه شوه.
اړوندې لیکنې :
- طالبان: په کندهار او لښکرګاه ښارونو د کجکي بند برېښنا پرې شوه
- په کندهار کې طالبانو د خبریالانو د ازاد کلب اختصاصي دفتر بیرته نیولی
- د طالبانو د مشر صوتي فایل؛ د جهاد په اړه د کابل او کندهار د طالبانو ترمنځ شخړه
- د سقوط درې کلنه کلیزه: په افغانستان کې د ملی بې باورۍ یوه لویه سیوری
- په افغانستان کې د حکومتونو د سقوط د عواملو په اړه له یوې ایراني رسنۍ سره د عبدالشهید ثاقب…
- د ملا هبتالله د نوي فرمان: یو کس دوه ځایه دولتي دنده نه شي کولای