هر ګړې د کابل په وخت : ۵:۳۳ ب٫ظ
ننې نیټه : ۱۷-۱۱-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 2
تاریخ : ۱۷-۱۱-۱۴۰۳
ساعت : ۱۷:۳۳
: 2

د خبریالانو مرکز: د «راډیو بیګم» د خپرونو بندول د ازادو رسنیو دوامداره ځپل دي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د افغان خبریالانو مرکز د طالبانو له لوري د «راډیو بیګم» د خپرونو ځنډول د ازادو رسنیو پر وړاندې د ځپونکي سیاست دوام بللی او د دې چارې غندنه یې کړې.

 

د افغان خبریالانو مرکز د طالبانو له لوري د «راډیو بیګم» د خپرونو ځنډول د ازادو رسنیو پر وړاندې د ځپونکي سیاست دوام بللی او د دې چارې غندنه یې کړې.

دغه مرکز پرون سې شنبه، ۱۶ د سلواغې، په یوې اعلامیه کې له طالبانو غوښتي چې پر خپله پریکړه بیا غور وکړي او «راډیو بیګم» ته اجازه ورکړي چې خپل فعالیتونو ته دوام ورکړي.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت تېره ورځ اعلان وکړ چې د «راډیو بیګم» خپرونې یې د نشراتي پالیسۍ څخه د سرغړونې او د جواز د ناسمې کارونې له امله ځنډولې دي.

دې وزارت دغه راز ویلي، چې یادې راډیو په بهر کې میشت یو ټلویزیون لپاره مواد او پروګرامونه چمتو کول.

راډیو بیگم د ۲۰۲۱ میلادي کال د مارچ په اتمه، چې د ښځو د پیوستون د نړیوالې ورځې سره سمون لري، تاسیس شوې وه او یوازینی راډیويي شبکه وه چې ټولې کارکوونکي یې ښځې وې.

د دې راډیو پر فیسبوک پاڼه د خپرو شویو معلوماتو له مخې، چې خپرونې یې د کابل، پروان، بامیان، بغلان، لوګر، میدان وردګ او غزني په غزني په ګډون د هیواد په یو شمیر نورو ولایتونو کې هم د لاسرسي وړ وې.

دا راډیو د حمیدې امان لخوا، چې په فرانسه کې میشته یوه افغانه سوداګره ده پرانستل شوې او د «ښځو لپاره د بیګم موسېسې» لخوا یې چارې پرمخ وړل کیدې.

اغلې امان د «بیګم اکاډمي» هم تاسیس کړې، چې د شپږم ټولګي پورته نجونو ته آنلاین زده کړې ورکوي.

د دې اکاډمي تعلیمي ویډیوګانې د راډیو بیګم له لارې خپرې شوي او په همدې نوم د یوه ټلویزیون څخه هم د لاسرسي وړ دي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x