هر ګړې د کابل په وخت : ۱۱:۱۲ ب٫ظ
ننې نیټه : ۱۳-۱۱-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 3
تاریخ : ۱۳-۱۱-۱۴۰۳
ساعت : ۲۳:۱۲
: 3

د طالبانو ویاند وایي، د دوی حکومتي بودیجه له بهرنیو مرستو سره تړاو نه لري

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، چې د اداري کارمندانو د معاشونو په ورکولو کې ځنډ «د بهرنیو مرستو د کولو یا نه کولو پورې اړه نه لري». هغه د دې ځنډ لامل نه دی روښانه کړی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، چې د اداري کارمندانو د معاشونو په ورکولو کې ځنډ «د بهرنیو مرستو د کولو یا نه کولو پورې اړه نه لري». هغه د دې ځنډ لامل نه دی روښانه کړی.

مجاهد نن پنج شنبه، ۱۱ د سلواغې، ایکس کې پر خپله پاڼه لیکلي، چې د مالیې وزارت ډاډ ورکوي، چې د روانې سلواغې میاشت کې به د طالبانو د ادارو د ټولو ۱.۴ میلیون کارمندانو معاشونه ورکړل شي او «هیڅوک دې په دې اړه اندیښنه نه کوي».

هغه زیاته کړې: «د هېواد بودیجه داخلي بنسټ لري، د بهرنیو مرستو د کولو یا نه کولو پورې اړه نه لري.»

په کابل کې ځینې کارکوونکي وايي، چې دوی د تېرې مرغومي میاشتې معاشونه نه دي ترلاسه کړي.

د هیواد په یو ولایت یوه ښوونکي اطلاعات روز ورځپاڼې ته په یوه پیغام کې ویلي، چې له دوو میاشتو راهیسې یې معاش نه دی ترلاسه کړی.

مرغومي میاشت کې داسې راپورونه ورکړل شول، چې د حکومتي کارمندانو معاشونه د بودیجې د کمښت له امله ځنډول شوي دي.

دغه راز یو غږیز پیغام چې د طالبانو یوه مستوفي ته منسوب شوی او په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کیده، هغه پکې ویلي چې د حکومتي کارمندانو د لیندۍ میاشتې د معاشونو ورکړه د بودیجې د کمښت له امله او د طالبانو د مالیې وزیر د شفاهي امر پر بنسټ ځنډول شوي دي.

خو، د طالبانو د مالیې وزارت دا راپورونه ناسم وبلل.

د طالبانو سرپرست حکومت د بودیجې اندازه یا د لګښت جزیات نه خپروي.

دا ډله ادعا کوي چې ټوله بودیجه د کورنیو عوایدو څخه پوره کوي، په داسې حال کې چې د پخواني افغان حکومت بودیجه په بهرنیو مرستو پورې تړلې وه.

د طالبانو اداري کارمندانو ته د معاشونو په ورکولو کې ځنډ داسې مهال راځي چې له افغانستان سره بهرنۍ مرستې کمې شوې دي. د امریکا مرستې چې د افغانستان سره تر ټولو لوی مرستندویه هېواد و، د ډونالډ ټرمپ د واک له پیل راهیسې ځنډول شوې دي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments

وروستني مطالب

0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x