هر ګړې د کابل په وخت : ۱۱:۲۷ ب٫ظ
ننې نیټه : ۱۳-۱۱-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 3
تاریخ : ۱۳-۱۱-۱۴۰۳
ساعت : ۲۳:۲۷
: 3

د ازادۍ جبهه وایي، چې په پروان ولایت کې یې درې تنه طالبان وژلي دي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : ‏د افغانستان د ازادۍ جبهه ادعا کوي، چې په پروان ولایت کې یې د طالبانو د موټرو یو کاروان په نښه کړی چې په پایله کې یې درې تنه وسله‌وال طالبان وژل شوي او درې نور بیا ټپیان دي.

 

‏د افغانستان د ازادۍ جبهه ادعا کوي، چې په پروان ولایت کې یې د طالبانو د موټرو یو کاروان په نښه کړی چې په پایله کې یې درې تنه وسله‌وال طالبان وژل شوي او درې نور بیا ټپیان دي.

دغه جبهې پر اېکس پاڼه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د چهارشنبې په ماښام، د سلواغې ۱۰مه نېټه، یې د پروان او کاپیسا ولایت په پوله، صیاد پله ته نږدې د شاهین لوا پوځي اډې دروازې مخې ته د طالبانو د موټرو یو کاروان په نښه کړ.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې طالبانو په تېرو وروستیو کې د دشت شمالي په بېلابېلو سیمو کې د ځوانانو او په ځانګړې توګه د پخوانیو امنیتي سرتېرو نیونه، ځورونه او نادرکه کول پیل کړي دي.

‏د خبرپاڼې له مخې، یوازې په تېرو څلورو ورځو کې طالبانو د سید خېل، جبل سراج او بګرام ولسوالیو څخه شاوخوا لس تنه نیولي او له دغې ډلې یې بیا د کابل په قره باغ ولسوالۍ کې شاوخوا پنځه تنه وژلي دي.

‏خبرپاڼه زیاتوي، چې یوه میاشت وړاندې هم طالبانو د کاپیسا ولایت دوه تنه اوسېدونکي په جبل سراج ولسوالۍ کې ووژل.

د خبرپاڼې په ټکو، د طالبانو له ‌د نیونې او وژنې لړۍ په پروان، پنجشېر او کاپیسا تر څنګ په ځینو نورو ولایتونو کې دوام لري.

له بل پلوه بیا د ملګرو ملتونو د افغانستان استازولۍ (یوناما) مقاومت او ازادۍ جبهې د ۲۰۲۴ کال په وروستیو دوو میاشتو کې د هغو بریدونو مسوولې ګڼلې، چې ملکي وګړو ته په کې زیان اوښتی.

د یوناما د راپور له مخې، د ډسمبر پر ۲۱مه، په تخار ولایت کې د چاودېدونکو توکو د چاودنې له امله یو ملکي وګړی ټپي شو چې هغه مهال د ازادۍ جبهې د دغه برید مسوولیت منلی و.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments

وروستني مطالب

0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x