هر ګړې د کابل په وخت : ۱۱:۱۲ ب٫ظ
ننې نیټه : ۱۳-۱۱-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 3
تاریخ : ۱۳-۱۱-۱۴۰۳
ساعت : ۲۳:۱۲
: 3

ناڅرګندو وسله‌والو په خوست کې د یوې کورنۍ ۱۰ غړي وژلي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : په خوست کې ځايي سرچینې وايي چې ناڅرګندو وسله‌والو په دغه ولایت کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ ۱۰ غړي وژلي دي.

 

په خوست کې ځايي سرچینې وايي چې ناڅرګندو وسله‌والو په دغه ولایت کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ ۱۰ غړي وژلي دي.

سرچینو سه‌شنبه د سلواغې پر ۹مه، ویلي چې دا پېښه نن شپه د خوست علیشرو ولسوالۍ په «بوخانه» سیمه کې شوې ده.

د سرچینو په خبره، دا کسان په ډزو وژل شوي دي.

سرچینو زیاته کړې چې په وژل شویو کې درې ښځې هم دي.

سرچنیو ټينګار کړی چې ناپېژاند وسله‌وال د دغو کسانو له وژلو وروسته له سیمې تښتېدلي دي.

تر اوسه څرګنده نه ده چې دا کسان ولې او د چا یا کومې ډلې له خوا وژل شوې دي.

په هېواد کې د جنايي پېښو له زیاتېدو وروسته د خلکو اندېښنې هم ډېرې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې په ننګرهار کې هم ناڅرګندو وسله‌والو دوه وروڼه وژلي وو.

ناڅرګندو وسله‌والو په ننګرهار کې دوه وروڼه وژلي

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments

وروستني مطالب

0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x