هر ګړې د کابل په وخت : ۱۱:۲۲ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۷-۱۱-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 1
تاریخ : ۱۷-۱۱-۱۴۰۳
ساعت : ۱۱:۲۲
: 1

ذاکر جلالي: اټکل کېږي چې د ټرمپ له ادارې سره به امریکا او طالبان لازیات پرمختګونه ولري

پایگاه خبری تحلیلی روایت : ‏ د طالبانو د بهرنیو چارو په وزارت کې سلاکار ذاکر جلالي وایي، په امريکا کې د ټرمپ ادارې د کار له پيل سره د دې اټکل کېږي چې د طالبانو سره دواړه لوري به لازيات پرمختګونه ولري.

 

‏ د طالبانو د بهرنیو چارو په وزارت کې سلاکار ذاکر جلالي وایي، په امريکا کې د ټرمپ ادارې د کار له پيل سره د دې اټکل کېږي چې د طالبانو سره دواړه لوري به لازيات پرمختګونه ولري.

نوموړي پر اېکس پاڼه لیکلي، د طالبانو لپاره سره کرښه د دوی ديني او ملي ارزښتونه دي او د امريکا نوې اداره هم تر ډېره محافظه‌کاره او د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې د لاسوهنو پرځای يې سياستونه د امريکا کورنيو چارو پورې متمرکز دي.

هغه لیکلي، ‏دغه چاره د دواړو لوريو لپاره يو ښه فرصت دی.
نوموړي دغه څرګندونې د امریکا څخه د یو افغان بندي له شل کاله بند وروسته د خوشې کېدو په تړاو په خپلې یوې لیکنه کې کړې دي.

هغه د دغه بندي د تبادلې په اړه لیکلي: «دا تبادله نه يوازې له دې زاويې اهميت لري، چې يو افغان ازادېږي او خپلې کورنۍ سره يو ځای کېږي؛ بلکې له دې اړخه هم پام وړ پرمختګ دی، چې د طالبانو او متحده ايالتونو ترمنځ د تماس چينلونه پرانيستي دي او دواړه لوري کولای شي نور ګټور مذاکرات هم په خپلو کې سره ولري.»

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x