د بشري حقونو په برخه د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورچي ریچارډ بېنټ د مدني حقونو د فعال حمزه الفت د مړینې په اړه د څیړنې او حساب ورکولو غوښتنه کړې.
د راپورونو له مخې الفت د طالبانو له زندان څخه له خوشې کېدو وروسته مړ شوی دی.
د بشري حقونو څار سازمان کې د افغانستان څېړونکې فرشتې عباسي ویلي، چې حمزه الفت د خپلو فعالیتونو له امله د طالبانو لخوا بندي او شکنجه شوی دی.
نوموړې پرون یکشنبه، ۲۰ د مرغومي، ایکس کې پر خپله پاڼه لیکلي: «زه باور نشم کولی چې هغه نور زموږ سره نشته. حمزه د حیرانتیا وړ کس و چې په دشت برچي کې د لاریون کوونکو میرمنو سره ودرېد.»
د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورچي، ریچارډ بېنټ هم د الفت مړینه «اندېښمنونکې» بللې او د هغه د مړینې په اړه یې د پلټنې او حساب ورکولو غوښتنه کړې.
د خواله رسنیو ځینو کاروونکو هم د الفت په اړه پیغامونه خپاره کړي او د هغه پر مړینه یې خواخوږي څرګنده کړې.