د اسراییل د کورني امنیت وزیر او د ښي اړخي ګوند «یهودي واک» مشر ایتامار بنګویر ویلي، چې د دغه هېواد په کابینه کې د اوربند د هوکړې د تصویب له امله به د دغه ګوند غړي د یکشنبې په ورځ له حکومت او واکمنې ټلوالې څخه استعفا وکړي.
دغه ګوند په یوه بیان کې ویلي دي چې په غزه کې د اوربند هوکړه حماس ته له تسلیمیدو کمه نه ده.
د اسراییل ښي اړخي ګوند ویلي چې د تړون «بې پروا» تصویب به په جګړه کې د اسراییل د پوځ لاسته راوړنې قرباني کړي.
د دغه ګوند په اعلاميه کې راغلي چې په دې تړون کې د سلګونو «قاتلانو» خوشې کول او له غزې څخه د اسرایيل پوځي ځواکونو وتل او په دې سيمه کې د جګړې بندول شامل دي، چې دا «حماس ته له تسليمېدو څخه کم نه دي.»
د اسراییل د کورنيامنیت وزیر په دې وروستیو کې ګواښ کړی و چې که د دغه هېواد د کابینې له خوا هوکړه تصویب شي له حکومته به ووځي.
اړوندې لیکنې :
- د اوربند له هڅو سره، سره د اسراییل په تازه بریدونو کې ۶۳ فلسطینیان وژل شوي دي
- بایډن: اسراییل باید په غزه کې د اوربند هوکړه وروستۍ کړي
- د بښنې نړۍوال سازمان: اسراییل په غزه کې 'نسل وژنه' کوي
- په تېرو دوو ورځو کې د اسراییل د هوایي بریدونو له امله ۱۴۰ فلسطینیان وژل شوي
- د ملګرو ملتونه: پر روغتونونو د اسراییل قصدي بریدونه جنګي جنایت دی