هر ګړې د کابل په وخت : ۸:۰۴ ب٫ظ
ننې نیټه : ۲۶-۱۰-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 3
تاریخ : ۲۶-۱۰-۱۴۰۳
ساعت : ۲۰:۰۴
: 3

د اوربند له هڅو سره، سره د اسراییل په تازه بریدونو کې ۶۳ فلسطینیان وژل شوي دي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د اوربند له هڅو سره، سره د اسراييلي پوځ له‌خوا په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر غزې په تازه بریدونو کې ۶۳ فلسطينيان وژل شوي او ۲۸۱ تنه نور ټپیان شوي دي.

 

د اوربند له هڅو سره، سره د اسراييلي پوځ له‌خوا په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر غزې په تازه بریدونو کې ۶۳ فلسطينيان وژل شوي او ۲۸۱ تنه نور ټپیان شوي دي.
دا رنګه د اسراییلي پوځ په شپنيو بريدونو كې بیا ۱۳ فلسطينيان وژل شوي دي.

د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر له ۷مې نېټې راهيسې د اسراییل په روانو بريدونو کې ۴۶ زره ۶۴۵ فلسطينيان وژل شوي او سل زره نور ټپيان شوي هم دي، چې ډېری يې ښځې او ماشومان دي.

له بلې خوا په غزه کې د اوربند لپاره هڅې وروستي پړاو ته نږدې شوې دي.

اسوشېټېډ پرېس د سې شنبې په ورځ، دجنورۍ په ۲۵مه، د دوو چارواکو په حواله چې په غزه کې د اوربند د خبرو اترو او د یرغمل شویو بندیانو د خلاصون په بهیر کې ښکېل دي راپور ورکړ، چې حماس د غزې د اوربند د هوکړې مسوده منلې ده.

د اسراییل او حماس ترمنځ د اوربند د وروستۍ مسودې له مخې به په غزه کې جګړه د ۴۲ ورځو لپاره ودرول شي او دواړه خواوې به یرغمل شوي کسان خوشې کړي.

هاخوا بیا د حماس یوه چارواکي رویټرز خبري اژانس ته ویلي، له دې امله چې اسراییل تر اوسه له غزې څخه د خپلو ځواکونو د اېستلو پلان نه دی وړاندې کړی؛ حماس هم تر اوسه د غزې د اوربند په اړه د منځګړو وړاندیز ته ځواب نه دی ویلی.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلېنکن د سې شنبې په ورځ (د مرغومې ۲۵مه) ډاډ څرګند کړ، چې په غزه کې د اوربند او د يرغمل شويو بنديانو د خلاصون تړون به ډېر ژر وروستی شي

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments

وروستني مطالب

0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x