هر ګړې د کابل په وخت : ۸:۵۷ ب٫ظ
ننې نیټه : ۲۹-۱۰-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 2
تاریخ : ۲۹-۱۰-۱۴۰۳
ساعت : ۲۰:۵۷
: 2

کرزي د نجونو د زده‌کړو اړوند د مسلمانو هیوادونو له غونډې ملاتړ وکړ

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د اسلامي هېوادونو له لوري «په مسلمانو ټولنو کې د نجونو د زده‌کړو» په تړاو په اسلام اباد کې له جوړې شوې دوه ورځنۍ غونډې وروسته د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د دغې غونډې له پرېکړه لیک څخه ملاتړ وکړ.

 

د اسلامي هېوادونو له لوري «په مسلمانو ټولنو کې د نجونو د زده‌کړو» په تړاو په اسلام اباد کې له جوړې شوې دوه ورځنۍ غونډې وروسته د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د دغې غونډې له پرېکړه لیک څخه ملاتړ وکړ.

هغه پر طالبانو غږ کړی چې د نجونو پر زده‌کړو بندیزونه لرې کړي.

د پخواني ولسمشر حامد کرزي رسنیز دفتر نن دوشنبه د مرغومي ۲۴مه، په یوې خپرې شوې خبرپاڼه کې لیکلي چې د افغانستان پخوانی ولسمشر د اسلامي هېوادونو له لوري د نجونو د زده‌کړو ملاتړ غونډه د نجونو د زده‌کړو برخه کې مهمه وبلله او له شویو پرېکړو څخه یې هرکلی وکړ.

په یاده غونډه کې د اسلامي هېوادونو دننه د نجونو د زده‌کړو پر وړاندې د خنډونو او فرصتونو په تړاو د بېلابېلو هېوادونو د استازو له لوري ګډ بحثونه وشول او ان پر طالبانو د نجونو د زده‌کړو د بندیزو له کبله توندې نیوکې وشوې.

په یاده خبرپاڼه کې حامد کرزي له طالبانو یو ځل بیا غوښتي چې د افغان نجونو پر مخ دې د ښوونځیو او پوهنځیو دروازې بېرته پرانېزي، څو د ټولنې دغه برخه هم د هېواد په پرمختګ کې ځانګړی رول ولري.

هغه پر طالبانو غږ کړی چې په دغه اقدام سره دې هغه افغانان چې د کورنیو د «ښځینه غړو د زده‌کړو لپاره هېواد پرېږدي» په کور دننه اسانتیاوې برابرې کړي،‌ هم به له افغانستانه د کډوالۍ مخه ونیول شي او هم به له با عزته ژوند څخه برخمن شي.

پاکستان دغه کنفرانس ته خپلې ځینې مشهورې لوستې ښځینه فعالانې، لوړ پوړې ښځینه چارواکې او د بشري حقونو فعالانې وربللې وې او پراخه ونډه یې ورکړې وه.

د نوبل سولې جایزې ګټونکې او د بشري حقونو فعالې ملالې یوسفزۍ په دغه کنفرانس کې پر طالبانو توندې نیوکې وکړې او له اسلامي ټولنو یې وغوښتل چې د افغان نجونو د زده‌کړو د بندیزو په غبرګون کې دې د طالبانو په رسمیت پېژندلو ته شاه کړي او دغه ډلې ته دې مشروعیت نه ورکوي.

د پخواني ولسمشر حامد کرزي تر څنګ امرالله صالح هم په اسلام اباد کې له ترسره شوي کنفرانسه هرکلی کړی او دا یې د طالبانو پر مفکورې قوي ګوزار ګڼلی دی.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments

وروستني مطالب

0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x