هر ګړې د کابل په وخت : ۵:۵۶ ق٫ظ
ننې نیټه : ۲۶-۱۰-۱۴۰۳
تاریخ : ۲۶-۱۰-۱۴۰۳
ساعت : ۰۵:۵۶

د طالبانو دیني علماوو پر هبت‌الله غږ کړی چې عصري علومو ته پاملرنه وکړي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : په کندهار کې ځايي سرچینې وايي چې ځينو دیني علماوو د طالبانو له مشر څخه غوښتي چې عصري زده‌کړو ته پام وکړي.

 

په کندهار کې ځايي سرچینې وايي چې ځينو دیني علماوو د طالبانو له مشر څخه غوښتي چې عصري زده‌کړو ته پام وکړي.

یوې باوري سرچینې شنبه د مرغومې پر ۲۲مه، ویلي چې په کندهار کې ځينو دیني عالمانو د یوې ناستې په ترڅ کې د طالبانو له مشر هبت‌الله اخوندزاده څخه عصري علومو ته د پاملرنې غوښتنه کړې ده.

دا سرچینه وايي چې هبت‌الله هغوی ته ویلي چې د خلکو غوښتونو ته په کتو به عصري علومو ته هم پام وکړي.

د سرچینې په خبره، هبت‌الله اخوندزاده د دولتي ادارو له مسوولانو غوښتي چې خپلو کارکوونکو ته د مدیریت اړوند لنډمهالي روزنیز پروګرامونه جوړ کړي.

سرچینې ويلي چې هبت‌الله د طالبانو تر کنټرول لاندې د دولتي کارکوونکو له کړنو نارضایتي ښودلې ده.

د سرچینې په خبره، د طالبانو مشر د دغې ډلې له ملاتړو دیني عالمانو سره تر لیدنې وروسته د کندهار د اقتصاد رییس په ګډون د ځينو دولتي ادارو رییسان ګوښه کړې دي.

د یادونې ده چې هبت‌الله اخوندزاده په تېرو څه باندې درېیو کالو کې د ښځو پر وړاندې لسګونه محدودونکي فرمانونه صادر کړي چې له مخې یې هغوی د زده‌کړو او کار له حقه محرومې شوې دي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments

وروستني مطالب

0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x