هر ګړې د کابل په وخت : ۵:۳۸ ق٫ظ
ننې نیټه : ۲۶-۱۰-۱۴۰۳
تاریخ : ۲۶-۱۰-۱۴۰۳
ساعت : ۰۵:۳۸

ستانکزی: د امریکا بې پېلوټه الوتکې د پاکستان له هوايي ډګرونو افغانستان ته راځي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د طالبانو د بهرنیو چارو مرستیال وزیر شېرمحمد عباس ستانکزی ادعا کوي چې د امریکا بې پېلوټه الوتکې د پاکستان د هوایي‌ ډګرونو له لارې افغانستان ته ننوځي.

 

د طالبانو د بهرنیو چارو مرستیال وزیر شېرمحمد عباس ستانکزی ادعا کوي چې د امریکا بې پېلوټه الوتکې د پاکستان د هوایي‌ ډګرونو له لارې افغانستان ته ننوځي.

ستانکزی وایي، د دوی د استخباراتي معلوماتو له مخې پاکستان ځنې هوایي‌ ډګرونه امریکا ته په کرایه ورکړي او له همدې لارې بې پېلوټه الوتکې د افغانستان خاورې ته ننوځي.

هغه ادعا کوي‌ چې پاکستان هم خپلې بې پېلوټه الوتکې د افغانستان خاورې ته لېږي چې دا پر افغان خاوره ښکاره تېری دی.

افغانستان انټرنشنل ته په رسیدلو معلوماتو کې څرګندېږي چې وخت ناوخت په کندهار،‌ ننګرهار،‌ خوست او ان کابل کې بې پېلوټه الوتکې د افغانستان پر اسمان الوتنې کوي.

هغه همدا راز ویلي چې ۷۰سلنه پاکستانیان اوس مهال د پوځ مخالف دي چې په دغو مخالفینو کې د منظور پښتین په مشرۍ د پښتون ژغورنې غورځنګ او ټي ټي پي ډله هم شامله ده.

د ستانکزي په خبره، پاکستان د افغانستان په تړاو تل د دروغو تورونه لګولي او نړیوال هم په دې پوهېږي چې پاکستان ورپسې دروغجن تورونه تړي.

هغه د‌پاکستان له پوځ څخه غواړي چې له خپلو دغو تګلارو څخه لاس په سر شي او که داسې ونکړي؛ نو له تاوانونو سره به مخ شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو دغه مرستیال وزیر په خپلو تازه څرګندونو کې پر پاکستان دا تور هم پورې کړی چې ګني په ځپل هېواد کې یې داعش ته پټنځایونه ورکړي او د پوځ له لوري یې ورته روزنیز مرکزونه هم جوړ شوي دي.

عباس ستانکزی د طالبانو په منځ کې یو له هغو کسانو ګڼل کېږي چې تل پر پاکستان پرېکنده توندې نیوکې کوي؛ خو د دې ډلې یو شمېر نور لوړ پوړي غړي بیا له پاکستان سره د ښو اړیکو غوښتونکي دي.

هغه تېره اونۍ د امریکا راتلونکی ولسمشر ټرمپ باجراته شخص وبللو چې په باور یې طالبان به ورسره ښې اړیکې ولري؛ خو ډونالډ ټرمپ وار له مخه ګواښ کړی چې پر طالبانو به سخت بندیزونه ولګوي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments

وروستني مطالب

0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x