هر ګړې د کابل په وخت : ۶:۲۷ ب٫ظ
ننې نیټه : ۲۱-۱۰-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 1
تاریخ : ۲۱-۱۰-۱۴۰۳
ساعت : ۱۸:۲۷
: 1

د سوېلي افریقا د ورزش وزیر له افغانستان سره د لوبو لغو کېدو غوښتنه کړې ده

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د سوېلي افریقا د ورزش وزیر له افغانستان کرکټ لوبډلې سره د لوبو د لغو کېدو غوښتنه په داسې حال کې کړې، چې د سوېلي افریقا د کرکټ لوبډله راتلونکې میاشت په اتلانو جام سیالیو کې له افغانستان سره په یوه ګروپ کې لوبیږي.

د سویلي افریقا د ورزش وزیر ګیتون مکینزي وايي، په ​​پاکستان کې د اتلانو جام سیالیو کې له افغانستان سره د لوبو د لغو کولو د غوښتنو ملاتړ کوي.

د سوېلي افریقا د ورزش وزیر له افغانستان کرکټ لوبډلې سره د لوبو د لغو کېدو غوښتنه په داسې حال کې کړې، چې د سوېلي افریقا د کرکټ لوبډله راتلونکې میاشت په اتلانو جام سیالیو کې له افغانستان سره په یوه ګروپ کې لوبیږي.

د اتلانو جام لوبو د مهالوېش له مخې ټاکل شوې ده، چې د سوېلي افریقا د کرکت ملي لوبډله د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې سره د فبروري پر ۲۱مه د پاکستان په کراچۍ ښار کې مخامخ شي.

د سوېلي افریقا د ورزش وزیر ګیتون میکنزي د پنجشنبې په ورځ وویل:«د سویلي افریقا د کرکټ فدراسیونونه، د نورو هیوادونو فدراسیونونه او د کرکټ نړیواله شورا باید د هغه پیغام په اړه په دقت سره فکر وکړي چې غواړي د کرکټ لوبه نړۍ ته او په ځانګړې توګه د سپورت په ډګر کې تر ښځو ورسوي».

نوموړی زیاتوي:« زه د ورزش د وزیر په توګه وروستۍ پرېکړه نه شم کولی، چې سوېلي افریقا باید د افغانستان پر وړاندې د کرېکټ لوبو ته درناوی وکړي او که نه. او که دا پرېکړه زما په خوښه وای، نو داسې به نه وای شوي.»

میکنزي ویلي، چې دغه غوښتنه یې په افغانستان کې د بشري تبعیض په غبرګون کې کړې ده.

هغه زیاتوي، «د یوه انسان په توګه او د یوه داسې نسل د غړي په توګه چې د تبعیض پر مهال مو د ورزش فرصتونو ته مساوي لاسرسی نه درلود، نن ورځ په داسې حال کې چې د نړې په هر ځای کې ورته چلند کیږي، دا به منافقت او غیر اخلاقي وي».

تر اوسه د سوېلي افریقا کرکټ بورډ له افغانستان سره د لوبو د لغو کېدو په اړه د یاد هېواد د ورزش د وزیر د څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.

د دغه هېواد کرکټ بورډ د تیر کال په مارچ میاشت کې د افغانستان پر وړاندې د شل اوریزو لوبو لړۍ په افغانستان کې له بشري حقونو د سرغړونو په غبرګون کې وځنډوله، خو په جون میاشت کې یې په نړیوال جام کې له افغانستان سره لوبه وکړه.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments

وروستني مطالب

0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x