هر ګړې د کابل په وخت : ۹:۳۰ ق٫ظ
ننې نیټه : ۲۱-۱۰-۱۴۰۳
تاریخ : ۲۱-۱۰-۱۴۰۳
ساعت : ۰۹:۳۰

وسله والو د پښتونخوا په لکي مروت کې ۱۶ کارګر تښتولي او د دوی موټر یې سوځولی دی

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د خیبرپښتونخوا د لکي مروت ځايي پولیس وايي، چې مخ پټو وسله والو د لکي مروت ولسوالۍ په قبال خیلو کې نن سهار ۱۶ تنه هغه کارګر تښتولي چې په سیمه کې یې د دولتي ودانیو جوړولو په برخه کې کار کاوه.

 

د خیبرپښتونخوا د لکي مروت ځايي پولیس وايي، چې مخ پټو وسله والو د لکي مروت ولسوالۍ په قبال خیلو کې نن سهار ۱۶ تنه هغه کارګر تښتولي چې په سیمه کې یې د دولتي ودانیو جوړولو په برخه کې کار کاوه.

ویل کیږی چه وسله والو د کاګرو هغه موټر سوځولی چې دوی په کې سپاره وو.

د پاکستان خراسان ډایري رسنۍ د لکي مروت ولسوالۍ د ځايي پولیسو په حواله ويلي، چې نن سهار پنجشنبه د (مرغومي ۲۰مه) په سیمه کې وسله والو ۱۶ کارګر تښتولي او د دوی موټر ته یې اور ورته کړی.

تېره اوونۍ وسله والو څلور پولیس د دندو پر مهال له سیمې تښتولي وو، چې لا یې هم برخلیک نه دی معلوم.
تر اوسه پورې کومې ډلې د دغه کار مسوولیت نه دی منلی، خو په دې سیمه کې د تي ټي پي وسله واله ډله فعاله ده.

پولیسو ويلي، چې دغو کارګرو په سیمه کې د دولتي تاسیساتو په جوړو کار کاوه نو د دوی په خبره ځکه وسله والو تښتولي.

تر دې وړاندې تحریک طالبان پاکستان وسله والو د خبرپاڼو له لارې ملکي او نظامي کسانو ته خبرداری ورکړی و، چې د پاکستاني امنیتي ځواکونو له لیکو ووځي او د حکومت په چارو کې ونډه وانه خلي.

د یوه بل خبر له مخې د خیبرپښتونخوا په لکي مروت ولسوالۍ کې د پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګې په عملیاتو کې لږ تر لږه درې وسله وال وژلي دي.
وسله والو ډلو په دې اړه څه نه دي ویلي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments

وروستني مطالب

0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x