هر ګړې د کابل په وخت : ۸:۵۷ ق٫ظ
ننې نیټه : ۲۱-۱۰-۱۴۰۳
تاریخ : ۲۱-۱۰-۱۴۰۳
ساعت : ۰۸:۵۷

ګانیون: که ښځو سره د طالبانو ناسم چلند دوام وکړي، په رسمیت پېژندل به یې ناممکنه شي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د دفتر استازولۍ مرستیاله وایي، چې که طالبان د افغان ښځو پروړاندې خپله تګلاره بدله نه کړي، د یادې ډلې د حکومت په رسمیت پېژندل به ناممکنه شي.

 

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د دفتر استازولۍ مرستیاله وایي، چې که طالبان د افغان ښځو پروړاندې خپله تګلاره بدله نه کړي، د یادې ډلې د حکومت په رسمیت پېژندل به ناممکنه شي.

جورجټ ګانیون وایي، چې د طالبانو په اړه د ملګرو ملتونو د غړو هېوادونو پرېکړه په افغانستان کې د وضعیت بدلون پورې تړاو لري.

ګانیون چې په افغانستان کې د کار کولو اوږدمهاله تجربه لري د چهارشنبې په ورځ کې وویل، چې د ملګرو ملتونو یو شمېر غړو هېوادونو او د امنیت شورا غړو په وار – وار سره ویلي، چې په افغانستان کې اساسي ستونزو په ځانګړې توګه د افغان ښځو او نجونو وضعیت ته د رسېدګۍ په برخه کې د طالبانو په سیاستونو کې باید بدلون رامنځته شي.

نوموړې دغه راز زیاته کړه: «لکه څنګه چې مې وویل وضعیت ننګونکی دی. فکر کوم هغه اعلامیې چې خپرې شوي دا موضوع په کې روښانه ده، چې که دا وضعیت دوام وکړي، د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندنه به ستونزمن وي.»

ګانیون ویلي، چې یادو محدودیتونو ښځو او ماشومانو ته د روغتیایي خدماتو وړاندې کول سخت کړی دی.

د ملګرو ملتونو یادې لوړپوړې چارواکې زیاته کړې، چې د افغانستان خلک د طالبانو په سیاستونو ځورېږي او ټينګار یې وکړي، چې د دې ستونزو د پایته رسېدو لپاره باید هڅې زیاتې شي.

هغې وویل، چې طالبانو کورنیو او بهرنیو اندېښتو ته ځواب نه دی ورکړی او دې ته یې یوه حل لاره پیدا کړې نه ده.

سره له دې چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ څخه څه باندې درې کلونه تېر شوي، نه یوازې د دغې ډلې په سخت دریځیو کې کموالی نه دی راغلی، برعکس زیات شوی هم دی.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments

وروستني مطالب

0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x