د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو ایچ او) په خپل تازه راپور کې ویلي، چې په ۲۰۲۴ زیږدیز کال په افغانستان کې د پولیو ۲۵ مثبتې پېښې ثبتې شوې دي.
دغه سازمان وایي چې لا هم په افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ ناروغۍ پېښې شته چې تېر کال په دغو دوو هېوادونو کې ټول ټال ۹۲ ماشومان په دغه ویروس اخته شوي دي.
په راپور کې ویل شوي، چې له دې ډلې ۲۵ پېښې په افغانستان او پاتې ۶۷ یې په پاکستان کې لیدل شوېدي.
تېره اونۍ په خیبر پښتونخوا، بلوجستان او سند په صوبو کې د پولیو درې تازه پېښې راپور شوې وې.
تر دې وړاندې په ۲۰۲۳ کال کې په دواړو ګاونډیو هیوادونو کې یوازې په دغه ویروس د ککړو ۱۲ ماشومانو راپورونه خپاره شوي و.
په دغو دواړو هېوادونو کې د پولیو واکسین سره د مخالفت له امله تر اوسه هم د دغو هېوادونو ماشومان له دغې ناروغۍ رنځیږي.
په تېر کال کې د پاکستان په بېلابېلو صوبو کې د پولیو واکسین په کارکونکو او د هغوی پر ساتونکو مرګوني بریدونه شوي چې له امله د پولیو کارکونکو او پولیسو ته یې مرګ ژوبله هم اړولې وه.
دوه میاشتې وړاندې طالبانو د پولیو واکسین ته اجازه ورنکړه، بیا وروسته د کوراکور پر ځای یې پرېکړه وکړه چې په جوماتونو کې دې ماشومانو ته د پولیو واکسین تطبیق شي چې یو شمېر غبرګونونه یې هم له ځانه سره لرل.
اړوندې لیکنې :
- ملګري ملتونه: تېر کال په افغانستان کې د ګوزڼ ۲۵ مثبتې پېښې ثبتې شوې دي
- ملګري ملتونه: په افغانستان کې د تاریاکو تولید ۳۰ سلنه زیات شوی دی
- ملګري ملتونه: له طالبانو سره تعامل ته دوام ورکوو
- په افغانستان کې د بېلتون غوښتنې غږ
- امریکا د افغانستان له خلکوڅخه څه تمه لري؟
- په افغانستان کې د "جنسیتی آپارتاید" پلي کیږي ؟