هر ګړې د کابل په وخت : ۰:۱۹ ق٫ظ
ننې نیټه : ۲۰-۱۰-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 2
تاریخ : ۲۰-۱۰-۱۴۰۳
ساعت : ۰۰:۱۹
: 2

صالح: د بایډن حکومت له طالبانو سره پټې مالي مرستې کړې دي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د افغانستان د مخکني ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح پر اېکس پاڼه د بایډڼ په مشرۍ د امریکا اوسني حکومت له پټو رازونو پرده پورته کړې او ویلي یې دي چې امریکا په بیلابیلو بڼو مالي او نورې سرچینې برابرې کړې، چې د طالبانو اقتصادي او اجرایي جوړښتونه ورسره لا پیاوړي شوي‌.

 

د افغانستان د مخکني ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح پر اېکس پاڼه د بایډڼ په مشرۍ د امریکا اوسني حکومت له پټو رازونو پرده پورته کړې او ویلي یې دي چې امریکا په بیلابیلو بڼو مالي او نورې سرچینې برابرې کړې، چې د طالبانو اقتصادي او اجرایي جوړښتونه ورسره لا پیاوړي شوي‌.

صالح ادعا کړې، چې د بایډن حکومت طالبانو ته دغه اقدامات د ۲۰۲۱ کال له سپتمبر وروسته د طالبانو د واکمنۍ د ټینګښت لپاره ترسره کړي دي.

صالح څرګنده کړې چې د ۲۰۲۲ کال له پسرلي راهیسې، د بایډن حکومت درې میلیارده نوي افغانۍ چاپ کړې او دغه پیسې یې بیا طالبانو ته سپارلې دي.

د ده په وینا، دغه پیسې لومړی د پخواني جمهوري نظام پر مهال د افغانستان بانک له لوري په پولنډ کې چاپ شوې وې چې وروسته په بېلابېلو بڼو دغه پیسې طالبانو ته لېږل شوې دي او هېڅ ډول څارنه ترې نه ده شوې.

صالح دا کړنه د امریکا له بندیزونو سره سره سرغړونه بللې او ټینګار یې کړی چې دا پیسې په حقیقت کې د بایډن حکومت لخوا طالبانو ته د«ډالۍ» په توګه ورکړل شوي دي.

د پاسپورټونو وېش
صالح زیاته کړې چې د بایډن حکومت طالبانو ته شپږ میلیونه ټوکه افغاني پاسپورټونه د اسلامي جمهوریت له نښې سره ورکړي دي.

دغه پاسپورټونه په تور بازار کې له ۲۰۰۰ تر ۳۰۰۰ ډالرو پلورل کېږي، چې طالبان ترې په لوی کچه عواید ترلاسه کوي. هغه وایي، په داسې حال کې چې دغه پاسپورټونه د تېر جمهوریت ملکیت و، چې په ناقانونه ډول طالبانو ته سپارل شوي او اوس هېڅ ډول قانوني باور نه لري.

د نغدي کڅوړو لېږد
امرالله صالح دې ته هم اشاره کړې چې هره اونۍ له۴۰ تر ۸۰ میلیونه ډالرو نغدي‌ کڅوړې کابل ته لېږدول کېږي، چې د عراق د سلیمانیه سیمې له لارې یې د چارټر الوتکو په مټ وړي او بیا د طالبانو تر واک لاندې بانکونو ته سپارل کېږي.

د پخواني جمهوري نظام دغه لوړ پوړي چارواکي وویل،چې که څه هم دغه پیسې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تر څار لاندې استول کېږي ؛خو بیا هم د ترهګرو ډلو لاس ته لوېږي.

نوموړي دغه کار د امریکا له قوانینو څخه سرغړونه بللې او د پټو همکاریو د یوې بېلګې په توګه یې یاده کړې ده.

د برېښنا د لګښتونو اړوند مرستې
د تېر حکومت د ولسمشر لومړي مرستیال دې ته هم اشاره کړې چې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو ازبکستان، تاجیکستان، ترکمنستان او ایران څخه واردېدونکې بریښنا پیسې هم ورکول کېږي.

د ده په وینا؛ د امریکا حکومت تر څار لاندې د برېښنا اړوند لګښتونه د سویسي میکانیزم له لارې د افغانستان د جمهوري نظام د کنګل شویو شمتنیو له ترلاسه کیدونکې ګټې څخه ورکول کېږي.

د صالح په خبره، دغه لګښتونه په نا رسمي ډول د طالبانو حکومت د اجرایي چارو د دوام لپاره ترسره کېږي.

د بایډن د پټو سیاستونو څېړنه دې وشي
امرالله صالح د خپلو څرګندونو په پای کې ویلي چې طالبان د څلورو میلیاردهډالرو مالي کسر سره مخ دي، چې د بایډن د حکومت پټو مرستو یې ورسره د دې کسر په پوره کیدو کې لاسنېوی کړی دی.

هغه د بایډن حکومت دغه اقداماتو ته «تخریبي او شیطاني سیاستونه» وویل او د دې غوښتنه یې وکړه چې د بایډن د ټیم او طالبانو ترمنځ د ۲۰۲۱ کال د سپټمبر څخه تر ۲۰۲۵ کال د جنورۍ تر پایه شوې پټې مرستې باید په رڼه توګه وڅېړل شي.

صالح د امریکا له نوي ټاکل شوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه هم وغوښتل چې دغه سیاستونه بیا وارزوي او که اړتیا وي، دغه موضوعات دې خلکو ته بربنډ کړي.

د افغانستان د دغه پخواني چارواکي تر څرګندونو مخکې هم د امریکا پر حکومت یو شمېر څارونکو نادولتي موسسو له طالبانو سره د بایډن حکومت د خواخوږیو په تړاو اندیښنې څرګندې کړې وې.

امریکایي موسسو نیوکې کړې چې د بایډن حکومت له لوري د طالبانو تر واک لاندې له افغانستان سره کیدونکې مرستې له بېلابېلو له لارو د طالبانو لاسونو ته ورغلي دي چې ښايي په ترهګریزو فعالیتونو کې ترې کار واخلي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments

وروستني مطالب

0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x