هر ګړې د کابل په وخت : ۷:۱۹ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۹-۱۰-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۹-۱۰-۱۴۰۳
ساعت : ۰۷:۲۰

طالبانو په پکتیکا کې د ښخو د وېښتو د پېر و پلور په تور دوولس کسان نیولي دي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د مرغومې ۱۵مه، په خپرې شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې په پکتیکا ولایت کې یې هغه ۱۲ کسان نیولي چې د ښځو د وېښتو راټولولو تر څنګ یې د ویښتو سوداګري کوله.

 

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د مرغومې ۱۵مه، په خپرې شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې په پکتیکا ولایت کې یې هغه ۱۲ کسان نیولي چې د ښځو د وېښتو راټولولو تر څنګ یې د ویښتو سوداګري کوله.

په خپرې شوې خبرپاڼې کې راغلي، چې طالبانو د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د تېرو څلیرییشت ساعتونو په لړ کې ۱۲تنه نور د جعلي اسنادو جوړولو او غلاوو په تور هم نیولي دي.

تر دې دمخه په خوست،‌ کندهار، ننګرهار او د هېواد یو شمېر نورو ولایتونو کې هم د ښځو د وېښتانو د کاروبار په تور طالبانو ګڼ کسان نیولي‌ دي.

د رپوټونو له مخې له افغانستان څخه راټولیدونکي وېښته پاکستان ته په قاچاقي‌ توګه لېږدول کېږي او له هغې ځایه بیا د نړۍ نورو هېوادونو ته صادرېږي.

چین یو له هغو هېوادونو یادیږي، چې د انسانانو وېښته ورته له پاکستانه قاچاق کېږي او تر پروسس وروسته یې د مصنوعي ویښتانو، ویښتینو خولیو او ویښت پوښونو کې کارول کیږي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments

وروستني مطالب

0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x