د ځايي ژغورونکو ادارو د معلوماتو له مخې د اسراییل د هوایي بریدونو په پایله کې، په تېرو دوو ورځو کې یوازې د غزې دننه لږ تر لږه۱۴۰ کسان وژل شوي دي، چې یوازې ۶۱ کسان یې د جمعې او ۷۷ نور کسان بیا د پنجشنبې په ورځ وژل شوي دي.
ټولیزو شمیرو له مخې، د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷مه د جګړې له پیله، د وژل شویو فلسطینیانو شمېر ۴۵,۶۵۸ ته رسېدلی او ۱۰۸,۵۸۳ نور ټپیان شوي دي.
بل لور ته، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو مشر ولکر تورک اعلان وکړ چې په غزه کې د ۱۳۶ بریدونو په ترڅ کې ۲۷ روغتیایي مرکزونه زیانمن شوي، چې دا د «وژنو او پراخو ویجاړیو» لامل ګرځېدلي دي.
د بښنې نړیوال سازمان بیا په غزه کې د اسراییلي ځواکونو له لوري د کمال عدوان روغتون مشر ډاکټر حسام ابوصفیه نیونه غندلې او دا یې د غزې د روغتیایي سکټور د نابودۍ لپاره د اسراییل له لوري د نسل وژنې یوه بله هڅه بللې ده.
بل لور ته په قطر کې د غزنې د روانې جګړې د بندولو په موخه داوربند لپاره مذاکرات بیا پیل شوي دي.
د حماس یو لوړپوړي چارواکي باسم نعیم ویلي، چې دوی د جګړې دریدل، له غزې څځه د اسراییلي ځواکونو وتل او بېرته خپلو کورونو ته د خلکو ستنیدل غواړي.
د نړیوالو بسنټونو د راپورونو له مخې، په غزه کې د جګړې ۷۰سلنه قربانیان مېرمنې او ماشومان دي چې د نړۍ د ټولو جګړو پرتله د غزې دننه په روان تاوتریخوالي کې د ماشومو د مرګ ژوبلې کچه خورا لوړه ښودل کیږي.
اړوندې لیکنې :
- د اوربند له هڅو سره، سره د اسراییل په تازه بریدونو کې ۶۳ فلسطینیان وژل شوي دي
- د بښنې نړۍوال سازمان: اسراییل په غزه کې 'نسل وژنه' کوي
- بایډن: اسراییل باید په غزه کې د اوربند هوکړه وروستۍ کړي
- د ملګرو ملتونه: پر روغتونونو د اسراییل قصدي بریدونه جنګي جنایت دی
- د اسراییل د ښي اړخي ګوند غړي په غزه کې د اوربند د هوکړې په اعتراض کې له حکومته استعفا کوي
- حماس: راتلوونکې اوونۍ د اسراییل شپږ ژوندي یرغمل شوي او د څلورو مړي تل ابیب ته سپارو