هر ګړې د کابل په وخت : ۳:۲۱ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۶-۱۰-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 3
تاریخ : ۱۶-۱۰-۱۴۰۳
ساعت : ۰۳:۲۱
: 3

پر غزې د اسراییلي پوځیانو په بریدونو کې ۳۰ فلسطینیان وژل شوي دي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د فلسطین د روغتیا وزارت ویلي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر غزې د اسراییل په بریدونو کې ۳۰ فلسطینیان وژل شوي دي.

 

د فلسطین د روغتیا وزارت ویلي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر غزې د اسراییل په بریدونو کې ۳۰ فلسطینیان وژل شوي دي.

اسراییل د یکشنبې په ورځ د غزې په ښار کې پر درېیو روغتونونو برید وکړ، چې ګڼ شمېر کسان په کې ووژل شول.

د جمعې په ورځ هم اسراییلي پوځیانو د کمال عدوان روغتون په نښه کړ او د روغتون د مدیر او کارکوونکو په ګډون یې په سلګونو کسان بندیان کړل.

په غزه کې د روغتیا وزارت وایي، چې د اسراییل او حماس تر منځ له تېرو ۱۴ میاشتو راهیسې په جګړه کې ۴۵۵۱۴ فلسطینیان وژل شوي دي.

له بل پلوه ټایمز اف اسراییل راپور ورکړی، چې د اسراییل د پوځ لوی درستیز هیرزي حلوي ویلي دي چې په غزه کې د اسراییل جګړه «یوه اوږده جګړه ده».

ورته مهال د اسراییل پوځ ویلي، چې په وروستیو نښتو کې یې په جبالیه او بیت لاهیه کې ۱۴ جنګیالي وژلي دي.
د پوځ په وینا، د دوی په منځ کې د حماس هغه شپږ جنګیالي هم شامل دي چې “د اکتوبر په اوومه په مستقیم ډول د اسراییل خاورې ته ننوتي وو”.

اسامه حمدان له الاقصی ټلویزیون سره په مرکه کې بیا ویلي، چې اسراییل د اوربند او د فلسطیني بندیانو د تبادلې لپاره په روانو خبرو اترو کې خنډونه جوړوي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments

وروستني مطالب

0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x