هر ګړې د کابل په وخت : ۳:۳۶ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۶-۱۰-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 3
تاریخ : ۱۶-۱۰-۱۴۰۳
ساعت : ۰۳:۳۶
: 3

د غزې په جګړه کې د وژل شویو کسانو شمېر تر ۴۵ زرو لوړ شو

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د غزې روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د فلسطین په خاوره کې ۴۸ تنه وژل شوي چې له دې سره د جګړې د ټولو وژل شویو کسانو شمېر ۴۵ زره او ۴۸۴ تنو ته ورسېد.

 

د غزې روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د فلسطین په خاوره کې ۴۸ تنه وژل شوي چې له دې سره د جګړې د ټولو وژل شویو کسانو شمېر ۴۵ زره او ۴۸۴ تنو ته ورسېد.

دغه وزارت زیاتوي، چې د تېرو ۱۴ میاشتو په جګړو کې لږ تر لږه ۱۰۸ زره او ۹۰ کسان ټپیان شوي.

غزه کې د روغتیا وزارت ویلي، د شنبې په ورځ د غزې په تړانګه کې د اسراییل په بمباریو کې ۱۸ فلسطینیان وژل شوي چې لږ تر لږه نهه یې د غزې په مرکزي برخه کې د پنډغالي په یوه کور کې ووژل شول.

د اسراییل پوځ د شنبې په ورځ وویل، چې د غزې په شمال کې یې د بیت حانون په سیمه کې د هدفونو پر ضد د شپې عملیات پیل کړي دي.

په تېرو څو میاشتو کې اسراییلي ځواکونو د جبالیه، بیت حانون او بیت لاهیه په شمالي ښارونو کې خلک له کورونو اېستلي او ډېرې سیمې یې له منځه وړې دي.

له بل پلوه د ناروې بهرنیو چارو وزارت وایي، چې دغه هېواد پر اسراییل د فشار راوړلو لپاره له څو لارو کار اخلي.

د دغه وزارت په وینا: «موږ یو سیاسي مکلفیت لرو، چې باید د فلسطین په حق کې خبرې وکړو.»

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments

وروستني مطالب

0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x