هر ګړې د کابل په وخت : ۳:۳۶ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۶-۱۰-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 3
تاریخ : ۱۶-۱۰-۱۴۰۳
ساعت : ۰۳:۳۶
: 3

د طالبانو ومنله چې د افغانستان په سویل ختیځ کې یې له پاکستاني لوري سره جګړه کړې

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د طالبانو دفاع وزارت نن شنبه د مرغومي اتمه په رسمي ډول ومنله چې پر ډیورنډ کرښه یې د افغانستان په سوېل ختيځ کې له پاکستاني پوله ساتو سره جګړه کړې. دغه وزارت د اوښتو زیانونو په اړه شمېرې نه دي خپرې کړې.

 

د طالبانو دفاع وزارت نن شنبه د مرغومي اتمه په رسمي ډول ومنله چې پر ډیورنډ کرښه یې د افغانستان په سوېل ختيځ کې له پاکستاني پوله ساتو سره جګړه کړې. دغه وزارت د اوښتو زیانونو په اړه شمېرې نه دي خپرې کړې.

د طالبانو دفاع وزارت نن شنبه، د مرغومي اتمه، په ایکس پاڼه یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د افغانستان په سویل خیځو ولایتونو خوست او پکتیا کې یې له پاکستاني پوله ساتو سره جګړه کړې، د طالبانو د دفاع وزارت په خبرپاڼه کې زیاتوي: «د هیواد د جنوب ختيځ له استقامته د فرضي کرښې بلې خوا ته په څو نکتو کې د هغو شریرو عناصرو او د دوی د حمایت کوونکو پټن ځايونه او مرکزونه انتقاما تر بریدونو لاندې ونيول شول، له کومو څخه چې په افغانستان کې بریدونو تنظمېدل.»

په خبرپاڼه کې د ملکي او نظامي مرګ ژوبلې په اړه شمېرې نه دي خپرې شوې.

په سیمه کې افغانستان انټرنشنل پښتو ته باوري سرچینو ویلي، چې د پکتیا په ډڼډي پټان ولسوالۍ کې اوم سرحدي کنډک ته څېرمه د پاکستان له لوري په توغول شوي هاوان ګولۍ درې ولسي کسان وژل شوي.
سرچینه زیاتوي چې دغه ګولۍ د کوچیانو په خیمه لګېدلې او دغه درې تنه یې وژلي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments

وروستني مطالب

0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x