د افغانستان مخکني ولسمشر اشرف غني د کابل ـ کندهار پر لویه لاره د سورلۍ موټرو د ټکر په پېښو خواشینې څرګنده کړې.
د دې تر څنګ پخواني ولسمشر حامد کرزي هم په دغو پېښو خواشینې ښودلې او دواړو ولسمشرانو ټپیانو ته د بیړنۍ روغتیا دعاوې کړې.
د افغانستان مخکیني ولسمشر محمد اشرف غني نن پنجشنبه د لیندۍ ۲۹مه، په خپله ایکس پاڼه په یوه یادښت کې د کابل ـ کندهار پر لویه لاره د تېرې شپې د سورلۍ د دوو بسونو او ټانکر او لارۍ موټرو د ټکر په پېښو خواشینې څرګنده کړې او د مړو شویو کسانو کورنیو ته یې تسلیت ویلی.
په یوه بل ټويټ کې د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم په دغو پېښو خواشینې ښودلې او تپیانو ته یې د عاجې روغتیا غوښتنه کړې او د مړو شویو افغانو کورنیو سره خپله غمرازي ښکاره کړې ده.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په ایکس پاڼه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په دغې پېښه کې ۵۲ تنه مړه او ۶۵ نور ټپیان شوي.
تر دې وړاندې د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس په دوو ټویټونو کې دوه ډوله ارقام خپاره کړي چې د ذبیح الله مجاهد له خپرو شویو شمېرو سره توپیر لري.
لا هم د دغو پېښو د مړو او تپیانو د شمېر په اړه بېلابېلې شمېرې خپرېږي.
د کابل ـ کندهار پر لویه لاره د غزني په اړوند سیمه کې د تیرې شپې د موټرو د ټکر پېښو ته په کور دننه یو شمېر نور غبرګونونه هم ښودل شوي.
ګڼو افغانانو په خواله رسنیو کې په دغو پېښو ژوره خواشبني ښودلې او د پېښو ټپیانو ته یې د بشپړې روغتیا هیله څرګنده کړې ده.
په هغو ویډیو ګانو او انځورونو کې چې افغانستان انټرنشنل ته رسیدلي ښکاري چې د لویو لارو د سورلۍ لوی بسونه ویجاړ شوي پراته او په وینو کې لت پت پراته ټپیان زګېروي کوي.
دا لومړی ځل نه دی چې په افغانستان کې پر لویو لارو د موټرو د ټکر په پېښو کې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوړي، تر دې وړاندې هم پر دغسې لارو د موټرو په ټکر کې خلکو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې وه.
اړوندې لیکنې :
- کندهار کې په دوو جلا پېښو کې دوه ماشومان مړه شوي
- په کندهار او بغلان کې ټرافيکي پېښو درې تنه مړه او پنځه نور ټپيان کړي
- کندهار کې د پولیو ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۱۲ ته لوړ شوی
- په کندهار کې د یو ځوان مړی موندل شوی
- کندهار کې یو سپین ږیري سړي ځان زندۍ کړی
- کندهار کې پر ۱۶ زره کروندګرو د کیمیاوي سرې او د غنمو د اصلاح شوي تخم ویش پېل شو