روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۱۰:۲۱ ق٫ظ
ننې نیټه : ۲۸-۰۹-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 1
تاریخ : ۲۸-۰۹-۱۴۰۳
ساعت : ۱۰:۲۱
: 1

طالبان ترانه ویوونکو ته پیسې ورکوي چې د ملا هبت الله د فرمانونو په ملاتړ ترانې ولیکي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : په کابل کې د العصر جهادي بهیر په نوم یو بنسټ چې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لوري یې مالي ملاتړ کېږي ترنم ویوونکو ته سپارښتنه کړې چې د ملا هبت الله په ملاتړ او د فرمانونو د تطبیق لپاره یې ترانې ولیکي.

 

په کابل کې د العصر جهادي بهیر په نوم یو بنسټ چې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لوري یې مالي ملاتړ کېږي ترنم ویوونکو ته سپارښتنه کړې چې د ملا هبت الله په ملاتړ او د فرمانونو د تطبیق لپاره یې ترانې ولیکي.
د لیندۍ په ۲۶مه، د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه یاد بهیر ترنم ویوونکي وربللي وو او دوی ته یې سپارښتنې کړې وې چې د طالبانو د نظام د پایښت تر څنګ د ملاتړ لپاره ترانې ولیکي.

د طالبانو ملاتړي العصر بنسټ مشر شعیب شهامت په دې ناسته کې ترانه ویوونکو ته په ډاګه ویلي چې داسې ترانې ولیکئ او زمزمه یې کړئ چې خلک د ملا هبت الله د ملاتړ تر څنګ د هغه د فرمانونو تطبیق ته راوبولي.
هغه زیاته کړې: «د نظام د ټینګښت لپاره، د طالبانو د مشر د فرامینو لپاره او د نظام د ملاتړ لپاره شعرونه ولیکئ.»
یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې په دغه ناسته کې د العصر بنسټ د طالبانو د اطلاعاتو او کولتور وزارت په ملاتړ ترانه ویونکو ته د دې چارې لپاره پیسې هم ورکړې دي.
د سرچینې به خبره، د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د طالبانو د اطلاعاتو او کولتور وزارت تر څنګ د دې ډلې د استخباراتو ریاست یو شمېر ترانه ویوونکو او شاعرانو ته میاشتنۍ تنخواوې هم مقررې کړې دي.

د طالبانو یو تن ترنم ویوونکی مولوي عبدالاحد احدي په وینا؛ دوی د ترانو په وسیله د طالبانو په لیکو کې د خپلو زمزمو په وسیله خلک دې ته هڅول چې ځانمرګي بریدونه وکړي.
د نوموړي په وینا؛ د طالبانو د جنګیالیو تر څنګ همدا ترنم ویوونکي وو چې خلک یې د تېر جمهوري نظام او بهرنیو ځواکونو پر ضد جګړو ته چمتو کول.

طالبانو د افغانستان دننه په رسنیو کې د هر ډول موسیقۍ او شعرونو پر خپریدو بندیزونه لګولي؛ خو رسنیو ته یې سپارښتنې کړي چې په خپلو خپرونو کې به د دې ډلې له ترانو څخه کار اخلي.

د افغانستان پر حالاتو نظر لرونکي کسان په دې باور دي چې د طالبانو د افراطي او جنګي ترانو له امله به په کور دننه نوی نسل په فکري توګه وځپل شي.

که څه هم طالبان د موسیقۍ سرسختي مخالفین ګڼل کېږي؛خو برعکس ملاتړ کوونکي ترانه ویوونکي یې بیا د بېلابېلو پښتو او فارسي سندرو د کمپوزونو پر طرزونو ترانې زمزمه کوي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments

وروستني مطالب

0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x