روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۱۰:۰۷ ق٫ظ
ننې نیټه : ۲۸-۰۹-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 1
تاریخ : ۲۸-۰۹-۱۴۰۳
ساعت : ۱۰:۰۷
: 1

چین د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو د ازادېدو غوښتنه کړې ده

پایگاه خبری تحلیلی روایت : په ملګرو ملتونو کې د چین د دایمي استازي مرستیال ګنګ شوانګ پر اړوندو هېوادونو غږ کړی، چې د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ بېرته ازادې کړي؛ چې د دغه هېواد له اقتصادي بیارغونې او د خلکو د ژوند په ښه کولو کې مرسته وکړي.

 

په ملګرو ملتونو کې د چین د دایمي استازي مرستیال ګنګ شوانګ پر اړوندو هېوادونو غږ کړی، چې د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ بېرته ازادې کړي؛ چې د دغه هېواد له اقتصادي بیارغونې او د خلکو د ژوند په ښه کولو کې مرسته وکړي.

چیني رسنۍ چاینا ډیلي په ملګرو ملتونو کې د چین دایمي استازي مرستیال ګنګ شوانګ په حواله راپور ورکړی، چې چين له اړوندو هېوادونو غوښتي چې سملاسي او پرته له کوم قید و شرطه د افغانستان ټولې کنګل شوې شتمنۍ ازادې کړي، پر طالبانو د ناقانونه يو اړخيزو بنديزونو لګول بند کړي او د افغانستان د خلکو د ژوند د ښه والي لپاره د هغوی له هڅو ملاتړ وکړي.

په چین کې د پاکستان پخواني سفیر سلمان بشیر چاینا ډېلي ته ویلي: «دا سمه ده، چې په افغانستان کې وضعیت په ټولیزه توګه ښه دی؛ خو طالبان باید د افغانستان څخه د ترهګرو د فعالیت د مخنیوي لپاره ډېر کار وکړي.»
له بل پلوه په ملګرو ملتونو کې د چین دایمي استازي فو کانګ د پنجشنبې په ورځ د امنیت شورا غونډې ته وویل، چې افغانستان د سوله‌ییزې بیارغونې له یوه حساس پړاو سره مخامخ دی.

هغه وویل: «افغان ولس له پېچلو ننګونو لکه د خوراکي توکو د کمښت، بې ځایه کېدل، طبیعي پېښو او د چاودېدونکو توکو له ګواښونو سره مخ دی او نږدې ۲۴ مېلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.»

د ښاغلي کانګ په وینا، په تېرو درېيو کلونو کې طالبانو د اقتصادي بيارغونې او په سيمه کې د اقتصادي اړيکو، سوداګرۍ، پانګونې او همکارۍ د پياوړتيا لپاره هڅې کړې دي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments

وروستني مطالب

0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x