روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۱۰:۲۰ ق٫ظ
ننې نیټه : ۲۸-۰۹-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 1
تاریخ : ۲۸-۰۹-۱۴۰۳
ساعت : ۱۰:۲۰
: 1

معترضې مېرمنې: د روزا او تنبایوا پر ځای د یوه وړ او بې پرې استازي د ټاکلو غوښتنه کوو

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د ارغواني شنبو غورځنګ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د پالیسۍ بدلېدو او د روزا اوتنبایوا د ګوښه کېدو غوښتنه کړې ده. معترضو مېرمنو له ملګرو ملتونو غوښتي چې پر دغې څوکۍ بې پرې استازی وګوماري.

 

د ارغواني شنبو غورځنګ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د پالیسۍ بدلېدو او د روزا اوتنبایوا د ګوښه کېدو غوښتنه کړې ده. معترضو مېرمنو له ملګرو ملتونو غوښتي چې پر دغې څوکۍ بې پرې استازی وګوماري.

په دغې خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغې پالیسۍ نه یوازې د طالبانو دریځ پیاوړی کړی؛ بلکې په مستقیمه توګه ورسره د ګډوډۍ د زیاتېدو او د ښځو سیسټماټیکه ځپنه هم پراخه شوې ده، چې د افغانستان په زیان ده.
د خبرپاڼې له مخې، د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د یوناما د دفتر د مشرې له‌خوا له طالبانو سره د تعامل د دوام غوښتنه داسې مهال وړاندې کېږي چې دغه بنسټ له درېیو کلونو راهیسې د «بشري حقونو د پراخې سرغړونې» پر وړاندې د درېدو پرځای د طالبانو سره د جوړجاړي چلند خپل کړی او له مخې یې له طالبانو سره خپلې اړیکې عادي کړې دي او د بشري مرستو تر نامه لاندې دغې ډلې ته مېلیونونو ډالر ورکوي، چې په نامستقیمه توګه یې په افغانستان کې روانو ځپنو ته مشروعیت ورکړی دی.»

خبرپاڼه زیاتوي، دغه چلند د دې لامل شوی چې طالبان له وېرې پرته د بشري حقونو له اصولو سرغړونه وکړي او په ځانګړې توګه د ښځو حقونه تر پښو لاندې کړي.

خبرپاڼه وړاندې کاږي: «د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې مېرمن روزا اوتونبایوا د بشري حقونو، په تېره بیا د ښځو د حقونو او ټولنیز عدالت د ټینګښت په برخه کې د دغه بنسټ ماموریت په سمه توګه نه دی ترسره کړی. له همدې امله موږ د هغې پر ځای د یو وړ کس د ټاکلو غوښتنه کوو.»

د خبرپاڼې له مخې، د تعامل تر نامه لاندې د طالبانو له ترهګرې ډلې ملاتړ نه یوازې دا چې دغه ډله یې پیاوړې کړې؛ بلکې د بشري حقونو او په ځانګړې توګه د ښځو وضعیت یې لاپسې خراب کړی دی.

دغه غورځنګ د بشري حقونو له ټولو بنسټونو، فعالینو، اعتراضي خوځښتونو او نړۍوالو رسنیو غوښتي، چې پر ملګرو ملتونو اغېزمن او هر اړخیز فشار زیات کړي او دغه سازمان دې ته اړ کړي چې په افغانستان کې د بشري حقونو د معیارونو او د ښځو د حقونو په ملاتړ کې خپل رښتینی رول ولوبوي.

دغه غورځنګ خبرداری ورکړی، که یوناما د تعامل په نوم د طالبانو ډلې له خپل ملاتړه لاس وانه خلي؛ نو دوی به د ملګرو سرمنشي ته په کابل کې د یوناما د دفتر د تړلو په اړه لیک واستوي.

دغه غورځنګ دارنګه له نړۍوالې ټولنې په ځانګړې توګه له چین او روسيې له فدراسيون څخه غوښتي، چې د لنډمهالو ستراتيژيو لپاره خپلې حياتي ګټې او ملي امنيت قرباني نه کړي، په افغانستان کې د ترهګرو ډلو ګواښونه او شتون جدي ونيسي او پر طالبانو باور ونه کړي.

دغه غورځنګ د خبرپاڼې په وروستۍ برخه کې ټینګار کړی، چې افغانستان تر بل هر وخت مثبت بدلون ته اړتیا لري او طالبان د ټولو ګډ دښمن دی او د دې ډلې ملاتړ کولای شي افغانستان د سیمې او نړۍ سولې او امنیت ته په جدي او عملي ګواښ بدل کړي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments

وروستني مطالب

0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x