د افغانستان د متحدې جبهې مشر سمیع سادات د خلیل الرحمن حقاني د وژنې په تړاو لیکي:« د شاه شهید، عبدالحق او زنبق څلور لارو شهیدانو کورنیو ته مبارکي وایم، ستاسو د شهید خپلوانو یو قاتل مقتول شو او نور هم ورپسې روان دي.»
هغه پر اېکس پاڼه د خلیل الرحمن حقاني په وژنه خوښي څرګنده کړې او نوموړی یې «جنایت کار، ترهګر او د پاکستان غلام» بللی دی.
همدا رنګه احمدضیا مسعود، الرحمان حقاني د وژل کېدو په غبرګون ویلي، چې حقاني هغسې ووژل شو چې افغان امنیتي ځواکونه او بې ګناه خلک یې وژل.
خلیل الرحمان حقاني د چهارشنبې په ورځ د کډوالو چارو وزارت په مقر کې د یوه ځانمرګي برید په پایله کې ووژل شو.