روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۱۱:۱۱ ق٫ظ
ننې نیټه : ۲۸-۰۹-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 1
تاریخ : ۲۸-۰۹-۱۴۰۳
ساعت : ۱۱:۱۱
: 1

په ننګرهار کې یوه ښځه لومړی د مېړه له خوا وژل شوې او وروسته جسد د خواښې له خوا سوځول شوی

پایگاه خبری تحلیلی روایت : په ننګرهار کې ځايي سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې یوه ښځه لومړی د خپل مېړه له خوا وژل شوې او وروسته یې جسد د خواښې له خوا سوځول شوی دی.

 

په ننګرهار کې ځايي سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې یوه ښځه لومړی د خپل مېړه له خوا وژل شوې او وروسته یې جسد د خواښې له خوا سوځول شوی دی.

په ننګرهار کې د طالبانو امنیې قوماندانۍ ویاند طیب حماد سه‌شنبه د لیندۍ پر ۲۰مه ویلي چې دا پېښه د جلال‌اباد اتمې ناحيې پورې اړوند سیمه کې شوې ده.

نوموړي زیاته کړې چې ښځه لومړی د خپل مېړه له خوا وژل شوې او وروسته یې مړی د خواښې له خوا سوځول شوی دی.

حماد ویلي چې تورن کسان نیول شوي دي.

نوموړي په دې تړاو نور جزییات ورنه کړل.

له دې وړاندې د هېواد په ځينو نورو ولایتونو کې هم د کورني تاوتریخوالي په پاېله کې مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

تېرکال د هرات کهسان ولسوالۍ په اسلام‌کلا ښارګوټي کې یو کس خپله ښځه او خواښې وژلې وه.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments

وروستني مطالب

0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x