هر ګړې د کابل په وخت : ۹:۳۹ ب٫ظ
ننې نیټه : ۱۶-۱۰-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 1
تاریخ : ۱۶-۱۰-۱۴۰۳
ساعت : ۲۱:۳۹
: 1

طالبانو په هرات کې د بې سرپرسرته ښځو د ملاتړ مرکز پرانیستی دی

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس د خبر له مخې، د هرات د کار او ټولنیزو چارو ریاست له لوري په دغه ولایت کې د بې سرپرسته ښځو د ملاتړ مرکز پرانیستی دی.

 

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس د خبر له مخې، د هرات د کار او ټولنیزو چارو ریاست له لوري په دغه ولایت کې د بې سرپرسته ښځو د ملاتړ مرکز پرانیستی دی.
طالبانو کابل ښار کې هم سوالګرې ښځې یوه مرکز ته ټولې کړې وې چې بیا تر د جنسي تېریو راپورنه خپاره شول.
دغه اژانس د دوشنبې په ورځ د لیندۍ ۱۹مه، په هرات ولایت کې د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو مشر میرزا محمد ابونصر له قوله خبر ورکړی، چې په یاد ولایت کې یې د بې سرپرسته ښځو د ملاتړ لپاره یو مرکز پرانیستی دی.

ښاغلی میرزا محمد وايي، له دې وروسته له ښاره بې سرپرسته ښځې راټولیږي او د دغه مرکز تر څارنې لاندې نیول کیږي.

نوموړي ویلي، تمه لري، چې دغه طرحه به د بې سرپرسته ښځو د ژوند په ښه والي سربیره د ټولنیزو ستونزو په کمولو کې اغیزمنه تمامه شي.

تر دې وړاندې د طالبانو حکومت کابل ښار کې هم سلګونه سوالګرې ښځې یوه مرکز ته ورټولې کړې وې چې بیا پرې د جنسي تیریو خبرونه خپاره شول.

خو د هرات د کار او ټولنیزو چارو د مشر له لوري د بې سرپرسته ښځو او په دغه مرکز کې د هغوی د ساتلو په تړاو نور معلومات نه دي ورکول شوي.

دا په داسې حال کې ده، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته یادې ډلې په کابل او د هېواد په نورو ولایتونو کې د ښځو د ساتلو د “امن کور” په نوم ټول فعالیتونه او ادارې وتړلې.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments

وروستني مطالب

0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x