روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۳:۴۷ ق٫ظ
ننې نیټه : ۰۷-۱۰-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 2
تاریخ : ۰۷-۱۰-۱۴۰۳
ساعت : ۰۳:۴۷
: 2

یونېسف: په غزه کې باید د ماشومان د ژوند ژغورنې د بهیر ملاتړ وشي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق وايي، په غزه کې د ماشومانو لپاره خوندي ځای نه شته، ځکه چې په خبره یې بشري ناورین ډير شوی.

 

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق وايي، په غزه کې د ماشومانو لپاره خوندي ځای نه شته، ځکه چې په خبره یې بشري ناورین ډير شوی.

یونېسف وايي، ژمي، بارانونو او چټګو بادونو په غزه کې د ماشومانو د ژوند شرایط نور هم سخت کړي دي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق «یونېسف» د یوه راپور په خپرولو سره وايي، د غزې په تړانګه کې د جګړې دوام د ماشومانو لپاره یو لوی ناورین رامنځته کړی.

دغه سازمان د فلسطین د روغتیا وزارت د وروستي اټکل له مخې ویلي، چې په غزه کې لږ تر لږه ۱۴۰۰۰ ماشومان وژل شوي او زرګونه نور ټپیان شوي دي.

دوی په خپل راپور کې ویلي دي، چې په غزه هیڅ خوندي ځای نه شته او د غزې ټول ماشومان د جګړې له دردناکو تجربو سره مخامخ شوي، چې منفي اغېزې به یې د ژوند تر پایه ورسره وي.

یاد سازمان ویلي، چې د اټکل له مخې ۱،۹ میلیونه خلک، چې د غزي له هرو لسو کسانو څخه ۹ تنه یې داخلي بیځایه شوي دي. او د بیځایه شویو کډوالو نیمايي هغه یې ماشومان دي.

په راپور کې ویل شوي، چې د غزې اوسېدونکي چې ډیری یې ماشومان دي د اوبو، خوراکي توکو، سون توکو او درملو ته کافي لاسرسی نه لري، کورونه يې وران شوي دي او دوی له خپلو کورنیو څخه جلا شوي دي.

د راپور د معلوماتو له مخې، ډیری ماشومان څو ځله بې ځایه شوي، او کورونه، پلرونه او خپلوان یې له لاسه ورکړي دي او د ډيرو کمو امکاناتو په لرلو سره ژوند کوي.

یونېسف د نړۍ له مشرانو څخه غوښتنه کړې ده، چې په غزه کې باید سملاسي اوربند اعلان شي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x