روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۴:۴۹ ق٫ظ
ننې نیټه : ۰۷-۱۰-۱۴۰۳
تاریخ : ۰۷-۱۰-۱۴۰۳
ساعت : ۰۴:۴۹

الجزیره: په غزه کې د کډوالو پر یوه پنډغالي د اسراییلو په برید کې ۵۰ تنه وژل شوي دي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : الجزیرې ټلویزیون راپور ورکړی، چې په غزه کې یوه روغتون ته څیرمه د کډوالو پر یوه پنډغالي د اسراییلو په برید کې له پنځوسو څخه ډیر کسان وژل شوي. د راپور له مخې په وژل شویو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

 

الجزیرې ټلویزیون راپور ورکړی، چې په غزه کې یوه روغتون ته څیرمه د کډوالو پر یوه پنډغالي د اسراییلو په برید کې له پنځوسو څخه ډیر کسان وژل شوي. د راپور له مخې په وژل شویو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
د دغه رسنۍ د راپور له مخې، چې د شنبې په ورځ د لیندۍ ۱۷مه، یې خپور کړی راغلي، چې د غزې په مرکزي ښار نصیرات کې د کډوالو پر پنډغالي د اسراییلو په بریدونو کې د شپږو ماشومانو او پنځو ښځو په ګډون تر ۲۰ ډير کسان وژل شوي دي.

همدارنګه په دغه راپور کې د غزې د ملکي دفاع ادارې له قوله ویل شوي، چې د غزې په شمالي بیت الاهیه کې د کمال عدوان روغتون ته څیرمه د اندونیزیا روغتون هم د اسراییل تر بریدونو لاندې راغلی او په دغو بریدونو کې لږ تر لږه ۲۹ کسان وژل شوي دي.

الجزیرې د خپل یوه خبریال له قوله په دغه راپور کې زیاته کړې، چې اسراییلي ټانکونه او بې پیلوټه الوتکې د کمال عدوان روغتون په شاوخوا کې فعالیت لري او د روغتون څخه د باندې او د ننه پر هر حرکت کوونکي برید کوي.

د غزې په تړانګه کې د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر له ۷ راهیسې د اسراییل په جګړه کې لږ تر لږه ۴۴۶۱۲ فلسطینیان وژل شوي او ۱۰۵،۸۳۴ ټپیان شوي دي، بل خوا د حماس په مشرۍ پر اسراییل د بریدونو په ترڅ کې لږ تر لږه ۱۱۳۹ تنه وژل شوي او تر ۲۰۰ زیات کسان یرغمل شوي وو.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x