روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۴:۱۸ ق٫ظ
ننې نیټه : ۰۷-۱۰-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 2
تاریخ : ۰۷-۱۰-۱۴۰۳
ساعت : ۰۴:۱۸
: 2

ریچارد بنت: د طالبانو د وروستیو بندیزونو له امله «اندېښمن» دی

پایگاه خبری تحلیلی روایت : په افغانستان کې د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکى ریچارډ بینټ وايي، هغه د طالبانو له خوا د طبي زده کړو په انسټيټيوټونو کې د نجونو او ښځو پر زده کړو د وروستي بندیز له امله سخت اندېښمن شوی دی.

 

په افغانستان کې د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکى ریچارډ بینټ وايي، هغه د طالبانو له خوا د طبي زده کړو په انسټيټيوټونو کې د نجونو او ښځو پر زده کړو د وروستي بندیز له امله سخت اندېښمن شوی دی.

هغه پر اېکس په يو يادښت کې ويلي، «دا بندیز په بنسټیزو برخو لکه روغتیا، ښوونه او کار کې د ښځو او نجونو حقونه نور هم تر پښو لاندې کوي.»

ښاغلي بینټ همداراز د طالبانو دا کړنه «نه توجيه کېدونکې»وبلله او خبرداری یې ورکړ چې که دا کار عملي شي، پر ټوله افغاني ټولنه به «ویجاړونکي اغیزې» ولري. نوموړي د دې پرېکړې د ژر تر ژره لغوه کېدو غوښتنه کړې ده.

د ښځو او نجونو لپاره د زده کړې وروستى فرصت له منځه تلل

باخبره سرچینو وړاندې تایید کړې وه چې د طالبانو مشر د یوه نوي فرمان له مخې ټول روغتيايي او نيمه عالي انسټيټيوټونه د نجونو پر مخ وتړل.

د سرچینو په وینا، د طالبانو د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي د دوشنبې په ورځ په کابل کې د روغتیايي بنسټونو له مسوولینو سره په کتنه کې اعلان وکړ چې له دې وروسته به په دغو ښوونیزو بنسټونو کې نجونو ته د زده کړو اجازه نه ورکول کېږي.

دا پرېکړه په داسې حال کې شوې، چې د ۲۰۲۲ کال په ډسمبر میاشت کې په پوهنتونونو کې د نجونو پر زده کړو له بندیز وروسته ډېرو یې په روغتيايي انسټيټيوټونو کې خپلو زده کړو ته دوام ورکاوه. له دې نوي فرمان سره افغان نجونو په طبي څانګو کې د زده کړو د دوام وروستی فرصت هم له لاسه ورکړ.

له څه باندې درې کلونو راهیسې، طالبانو له شپږم ټولګي څخه پورته د ښځو او نجونو لپاره د زده کړې وروستى فرصت له منځه تلل

د سرچینو په وینا، د طالبانو د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي د دوشنبې په ورځ په کابل کې د روغتیايي بنسټونو له مسوولینو سره په کتنه کې اعلان وکړ چې له دې وروسته به په دغو ښوونیزو بنسټونو کې نجونو ته د زده کړو اجازه نه ورکول کېږي.

دا پرېکړه په داسې حال کې شوې، چې د ۲۰۲۲ کال په ډسمبر میاشت کې په پوهنتونونو کې د نجونو پر زده کړو له بندیز وروسته ډېرو یې په روغتيايي انسټيټيوټونو کې خپلو زده کړو ته دوام ورکاوه. له دې نوي فرمان سره افغان نجونو په طبي څانګو کې د زده کړو د دوام وروستی فرصت هم له لاسه ورکړ.

طالبانو تعلیمي بندیزونه په داسې حال کې دوام لري چې افغانستان د ښځینه ډاکټرانو، نرسانو او قابلو له سخت کمښت سره مخ دی. ښوونځي ته له تلو منع کړي دي. په همدې حال کې افغانستان د ښځینه ډاکټرانو، نرسانو او قابلو له سخت کمښت سره مخ دی.

د طالبانو دغه پرېکړه د ښځو پر وړاندې د تبعیض د رامنځ ته کولو سربېره، د افغانستان د روغتیايي سیستم لپاره سترې ننګونې رامنځته کړي. په طبي برخه کې د ښځینه متخصصینو نشتوالی، په ځانګړې توګه په داسې ټولنه کې چې ښځې اکثرا ښځینه ډاکټرانو ته ترجیح ورکوي، کولی شي د ډیرو روغتیایی بحرانونو لامل شي

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x